اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د ټېكنالوجي په مېدان كښې جدت څخه استفادې كولو سره د صحت ٬ تعليم او نورو سماجي او اقتصادي څانګو كښې بهترۍ لپاره موبائل فون اېپليكېشنز ته وده وركولو لپاره په هېواد كښې نور “اېپ انكوبېټرز” په جوړولو زور رواړې ۔ اولس مشر دا خبرې د نهې په ورځ علامه اقبال اوپن پوهنتون كښې د “ټېكنالوجۍ سره علمي معيشت لپاره اجتماعي عمل” په سرخط نړيوال كنفرنس د پائې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل كومې كمپنۍ او ادارې چې د ډېټا اهميت په ګوټه كوي او د دې ادراك لرې ٬ ھغوي په نړۍ كښې ترقي كړې ٬ د نړۍ لس نوموړو كمپنيو كښې 7 كمپنۍ داسې دي كومې چې په ډېټا آدانه دي او په دې كښې فېس بك٬ ټوئټر٬ اپېل٬ مائيكروسافټ ٬ګوګل٬ علي بابا غوندې ځانګړې كمپنۍ شاملې دي۔ اولس مشر ووئيل خپلې سيمه كښې د آبادياتي نوعيت جاج اخستو لپاره د ډيجيټل نقشو كارولو سره د ټېكنالوجي كارولو سره خپلو پلويانو ته د رسنې د هلو ځلو ذكر وكړو۔ ده ووئيل د ژوند په هره څانګه كښې د معلوماتو بهير او انقلاب راغلې خو د بده مرغه دې معلوماتو ته زمونږ رسنه كمه ده ٬ مونږ له به د هېواد سماجي او اقتصادي مسئلې حل كولو او تل پاتې كېدونكو پرمختيائي هدفونو ترلاسه كولو لپاره جديده ټېكنالوجي كارول وي او دا خلا به په بيړني بنيادونو ډكول وي۔ ده ووئيل د ټیکنالوجي په مېدان كښې جدت څخه استفادې او د صحت ٬ تعليم او نورو سماجي او اقتصادي څانګو كښې بهترۍ لپاره موبائل فون اېپليكېشنز ته وده وركول ضروري دي ۔ اولس مشر ووئيل پاكستان له به د پرمختللېو هېوادونو په صف
متعلقہ مضامین
-
NAB court orders health secretary to provide medical reports to Shehbaz
-
SC issues notice to NAB chief over Zardari’s graft cases transfer plea
-
Lahore High Court stops district administration from demolishing Khokhar Palace
-
Lahore High Court stops district administration from demolishing Khokhar Palace
-
President confers Hilal-e-Imtiaz (M) on Jordan’s military chief
-
PTI to table bill against secret balloting in Senate elections: Faisal Javed
-
House robbed in Naval Anchorage
-
Protest held against animal abuse in Pakistan
-
ECC approves continuation of subsidy on five essential items through USC
-
Transparency International appreciates NAB for recovering Rs 363bn in 2 years
-
Reforms being introduced in KW&SB to make it financially stable: minister
-
Pakistan attaches high importance to ties with Jordan: President Alvi