اسلام آباد 22 فروری (اے پی پی) خارجه وزیر شاہ محمود قریشی د تركيې خپل همڅنګ مولود چاواوګلو سره تيلي فوني تماس نيولې او هغه له ئې د پلوامه بريد نه پس د صورتحال په اړه بريفنګ وركړې۔ د ترکيې خارجه وزير د پاکستان موقف سره بشپړه اتفاق کولو سره د پلوامه بريد په اړه د پاکستان په ضد د هند تورونه رد كولو سره وئيلي د پاکستان او هند ترمينځه د کشمیر شخړې پشمول ټولې مسئلې بايد د خبرو اترو د لارې حل كړې شي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزیر شاہ محمود قریشی په بيلو چارو د پاکستان په بشپړه ملاتړ كولو د ترکیې مننه وكړه۔ ده ود پلوامه بريد په اړه د ترکيې خپل همڅنګ له بريفنګ وركولو سره ووئيل پاکستان د هند څخه ثبوت غوښتلې كوم به چې د بريد په پلټنو كښې مرستياله وګرځي۔ شاہ محمود قریشی ووئيل د روان كال جنورۍ كښې د وزیر اعظم عمران خان د تركيې دورې سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحکم شوې دي۔د ترکيې خارجه وزير د پاکستان د موقف بشپړه ملاتړ كولو سره ووئيل ترکیه د پلوامه بريد كښې د پاکستان په ضد د هند تورونه رد كوي۔ د ترکيې خارجه وزير ووئيل ترکیه كښې د ځائي ټاكنو نه پس به اولس مشر رجب طیب اردوان د پاکستان دورہ وكړي
متعلقہ مضامین
-
Three killed in different incidents
-
Three killed in different incidents
-
CII for action against culprits for violated sanctity of Masjid-e-Nabvi
-
Marri asks Imran Khan to refrain from invading ECP over foreign funding case
-
Sindh LG polls: nomination papers’ submission from June 8-11
-
COAS visits frontline troops
-
COAS visits frontline troops
-
Marriyum, Fawad trade barbs over Hamza’s oath
-
Bomb blasts cut power to millions in Afghanistan ahead of Eid
-
Imran Khan breaks silence over corruption allegations against Farah Khan
-
Pakistan, Saudi Arabia to discuss ‘augmenting’ kingdom’s $3bn deposit: joint statement
-
Sindh CM pays tributes to labourers on ‘Labour Day’