اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) الېکشن 2018ء لپاره د جوړې كړې پارلماني كمېټۍ غونډه د شورؤ په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې د كمېټۍ چيئرمېن پروېز خټك په مشرۍ كښې وشوه۔ كومه كښې چې د كمېټۍ غړو ، وفاقی وزيرانو ډاکټر شیریں مزاری، شفقت محمود اوچوهدری فواد حسېن په شمول د كمېټۍ غړو رانا تنویر حسین، سناتور اعظم سواتی، سردار ایاز صادق، مرتضیٰ جاوېد عباسی، سناتور رحمن ملک، سید نوید قمر، امیر حیدر خان هوتی، سرفراز بګټي ، راجه پرویز اشرف او سناتور هدايت الله ګډون وكړو۔ سناتور اعظم سواتي ووئيل سپيكر چې د الېكشن كره كتنې په لړ كښې د كمېټۍ جوړولو كوم تحريك ايوان څخه منظور كړې د هغې ترمخه يواځې خاص كمېټي جوړېدې شي ٬ پارلماني نه۔ د كمېټۍ سېكتر په نوټيفېكيشن كښې د پارلماني كمېټۍ لفظ كارولې۔ رانا تنویر حسین ووئيل تصحيح دې وكړې شي او كمېټي دې كار ته پرېښودلې شي۔ د الېكشن كمېشن د اختياراتو په اړه د اطلاعات وفاقي وزير چوهدي فواد حسېن ووئيل په نړۍ كښې چې څومره اختيارات زمونږ الېكشن كمېشن ته ترلاسه دي بل چرته نشته۔ بس كسان دې سم ولګولې شي نو كار به سم شي۔ د دې په ځواب كښې رانا تنویر حسین ووئيل حكومت ستاسو دے سم كسان تاسو ولګوۍ لكه څنګه چې حكومت نور كارونه سم كوي دغسې دې دا هم وكړي۔ سناتور رحمن ملك ووئيل كه كمېټي سفارشات وركولې شي او په پرېكړو عملدرآمد لازم نه وي نو دا خو د وخت ضائع كولو خبره ده۔ د تعليم وفاقی وزیر شفقت محمود ووئيل مونږ كمېټي په جدي توګه اخلو ٬ نوټیفکېشن كښې تصحيح ته اړتيا ده۔ ګني د كېمېټۍ كارروائي چېلنج كېدې شي۔ كېمټۍ په قواعدو كښې د بدلون منظوري وركړه چې ترمخه ئې الېکشن 2018ء لپاره د پارلماني كمېټۍ نامه خصوصي كمېټۍ كړې شوه۔ غونډه كښې دا هم پرېكړه وكړی شوه چې د كمېټۍ راروانه غونډه به د فرورۍ په دوهم اونۍ كښې په 10 مه او 11 مه نېټه كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
India, its allies seeking permanent UNSC seats for power, not to promote world peace: Pakistan
-
Abdul Aleem Khan loyal to PTI: Imran Ismail
-
Political dwarfs destined to face defeat: Fawad
-
India, its allies seeking permanent UNSC seats for power, not to promote world peace: Pakistan
-
DC for inducting local people in job opportunities
-
PIA flight carrying 235 repatriated Pakistanis from Poland to arrive at Islamabad airport tonight
-
Women’s empowerment to ensure Pakistan’s prosperity: Begum Alvi
-
PACRA, SECP hold seminar on financial inclusion
-
‘Gujranwala Ramzan Bazaar corruption case to be decided on merit’
-
Women on Wheels Inauguration ceremony held at Rescue 1122 Lahore
-
World’s silence over rising Indian troops crimes against women in IIOJK alarming: Mushaal
-
International Women’s Day celebrated at Sui Northern Gas Office