اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) سترې محكمې د پاك پتن زمكې غېر قانونې الاټمنټ لپاره پلټنو له جوړې كړې جے آئي ټي د ھغه وخت اعلٰې وزير ميا نواز شريف ذمه وار ګرځولو سره نوازشریف او د پنجاب حكومت څخه ځواب غوښتې او د كېس نور سماعت ځنډولو سره ئې وئيلي دې د دربارونو زمكې په كال 1986 كښې الاټ كړې شوې ٬ كه تفتيش او انكوائرۍ اوشي نو هېڅوك به بچ نه شي٬ غلو زمكه ترلاسه كولو سرلو سره بيا خرڅه كړې ٬ د نهې په ورځ د چيف جسټس ميا ثاقب نثار په مشرۍ كښې درې كسيزه بېنچ د كېس اورېدنه وكړه۔ په دې موقع د جے آئي ټي مشر حسېن اصغر عدالت ته راپور وړاندې كولو سره ووئيل د پاكپتن دربار زمكه پخواني اعلٰې وزير میاں نواز شریف په غېر قانوني توګه منتقل كړې چې ورسره شاه مقيم هجره او د ربار حافظ جمال زمكه هم خلقو ته وركړې شوې ٬ دا ټولې زمكې نواز شریف پخپل دور كښې الاټ كړې دي ۔ حسېن اصغر عدالت ته ووئيل په كال 1986 كښې د پنجاب وزیراعلیٰ نواز شریف د پاکپتن دربار د وقف زمكې اعلاميه بېرته اخستې وه ٬ د وخت د اعلٰې وزير سېكتر تسلم كړې چې اعلاميه د اعلٰې وزير په وېنا بېرته اخستې شوې وه۔ د سماعت په مهال جسټس اعجاز الاحسن وئيلي دې د ډسټركټ جج لاهور نه علاوه د لاهور هائي كورټ هم وئيلي وٶ چې د وقف شوې زمكې اعلاميه بېرته نشي اخستې كېدې ٬ اوس دې عدالت ته ووئيلې شي چې د كوم قانون له مخې د وقف زمكې اعلاميه بېرته اخستې شوې نو په دې د ميا نواز شريف وكيل منور اقبال ووئيل نواز شریف په دې لړ كښې په عدالت كښې خپل ځواب جمع كړې خو ھغه داسې نه دي كړې نو په دې چيف جسټس ووئيل هسې نه چې مونږ انټي كرپشن ته د پرچې درج كولو اوائيو٬ ته د شاه نه زيات د شاه د وفادار كردار ادا كوې ٬ دا هم سمه ده چې دربارونو ته زمكه په كال 1986 كښې الاټ شوې كه تفتيش او انكوائري وكړې شوه نو هېڅوك به بچ پاتې نه شي۔ د عدالت په پوښتنه د جے آئي ټي مشر ووئيل په وړومبي ځل تفتيشي راپور په كال 2015 كښې وړاندې كړې شوې ٶ چې پكښې اعلٰې وزير ذمه واره ګرځولې شوې ؤ ٬ بيا په كال 2016 كښې دوېم راپور نه د اعلٰې وزير نامه وېستلې شوې خو اوس دا دور نه دې پاتې او درېم راپور به هم نه جوړېږي٬ د دې نه پس عدالت د نواز شریف او پنجاب حکومت څخه په دوه اوونيو كښې ځواب غوښتلو سره نور سماعت وځنډولو
متعلقہ مضامین
-
Egyptian delegation visits Central Business District
-
PRCS, TRC sign MoU for repatriation of 3000 Pakistanis
-
Protecting people from inflation among govt’s top priorities: PM
-
Security Forces kill a terrorist in Spinwam IBO
-
HBL PSL 7: Shahid Afridi applauds Shaheen for his captaincy
-
Lahore Qalandars beat United to enter PSL 7 final
-
Gepco issues power suspension schedule
-
Aleem, IIlingworth to umpire in HBL PSL 7 final
-
Gepco issues power suspension schedule
-
Aunt kills nephew over enmity
-
Archbishop Canterbury arrives on three-day visit
-
Zia Ullah for increase of fund for Liaqat Memorial Hospital Kohat