اسلام آباد ۔ 13 جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي سعودی عربستان او پاکستان دوه ورونړا هېوادونه دي كوم چې خپلو كښې د دوه اړخيزه احترام ٬ مرستې او باور خپلولي لري۔ ده دا خبره د اتوار په ورځ د سعودي عربستان د اطلاعات وزير سره د ټېلېفوني تماس نيولو په مهال وكړه۔ چوهدري فواد حسېن خپل سعودي همڅنګ ته د نوو ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركړه۔ په دې مهال د سعودي عربستان او پاكستان ترمينځه په نزدې اړيكو هم خبرې وشوې۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل مونږ د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دورې ته سترګې په لاره يوو۔ دده دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې شي۔ ده ووئيل سعودی عربستان او پاکستان دوه ورونړا هېوادونه دي كوم چې خپلو كښې د دوه اړخيزه احترام ٬ مرستې او باور خپلولي لري۔ وفاقي وزير ووئيل په راتلونكي وخت كښې به سعودي عربستان او پاكستان كښې د ميډيا په شمول په بېلو څانګو كښې د مرستې لارې نورې پراخا شي۔ د سعودی عربستان د اطلاعاتو وزير د نېكو هيلو په څرګندونه د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن مننه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Matches decided in 1st Sindh Muslim tennis championship
-
638 out of 671 public complaints resolved: DG
-
Tang International, KIU to launch joint degree programs
-
638 out of 671 public complaints resolved: DG
-
The Venezuelan crisis
-
Interior minister discusses political situation with Punjab CM
-
Punjab govt to construct more playgrounds: minister
-
Seminar to educate people about significance of vote
-
Anti-polio drive kicks off in Rawalpindi
-
Anti-polio drive kicks off in Rawalpindi
-
500-bedded hospital to be set up in Chakwal: minister
-
6.2m children to be vaccinated in anti-polio drive