لاهور 05 جنوري (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د ذهني پوخوالي له امله مو په امريكا كښې نوې مقام جوړ كړے٬ پاكستان د معاشي بحران نه وځي٬ سيمه ايزو طاقتونو سره زمونږ اړيكې ښې كېږي٬ د رېلوے پوليسو تنخاګانې د پنجاب پوليسو برابر كولو لپاره مو زباني منظوري ترلاسه كړې٬ د رائل پام څخه د رېلوے درې اربه روپې اخستلو لپاره به عدالت ته رجوع كوو٬ نجي څانګې سره په ګډه د رېلوے اېف اېم رېډيو پېل كوو٬ نرېند مودي په بدلېدونكو حالاتو كښې پرېشان دے٬ هغه څه هم كولې شي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په رېلوے هېډكوارټرز كښې د لوړې پاې غونډې نه پس خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ شېخ رشيد احمد ووئيل چې د رائل پام قبضه ترلاسه شوې او قبضه ګروپ ويستل كېدو سره ستره محكمه په خپله راغلې۔ ده ووئيل چې د كال 2004م څخه رېلوے ته يوه روپې نه ده ترلاسه شوې٬ مونږ ته د رائل پام نه درې اربه روپې اخستل دي٬ دې لپاره به عدالت ته ځو چې د دوي د اكاؤنټس نه دې پېسې وصول كړې شي۔ ده ووئيل چې ښه خبر دا دے چې د رېلوے پوليسو تنخاګانې د پنجاب پوليسو برابر كولو پرېكړه شوې او په دې لړ كښې د سمرې زباني منظوري ترلاسه كړې شوې۔ ده ووئيل چې په معاشي توګه حالات ډېر خراب دي٬ خو كرپشن ختمول دي ځكه دا اقدام به كول وي٬ مونګ ته د رېلوے نه بغېر ټكټ سفر ختمول دي۔ تېره اونې مونږ د بغېر ټكټ كوونكو نه شپږ كروړه او په دې اونې كښې درې كروړه روپې وصول كړې دي۔
متعلقہ مضامین
-
IHC issues notices over Election Act amendments
-
Rangers organize free medical camp in Saudabad
-
Another NADRA Mega Center in Peshawar to open soon
-
Walk to mark Civil Defence day held
-
CPI inflation up by 12.24% in February
-
PM unveils incentives package to attract investment in export-oriented industries
-
Bad governance, high corruption, hallmark of PPP govt: FM Qureshi
-
Sanjrani seeks to bolster ties with African countries under ‘Engage Africa’ policy
-
Pak vs Aus: Haris Rauf tests positive for coronavirus
-
Relief Package: PM wins masses’ hearts, Nadeem Qureshi
-
Balochistan, bouquet of people from different tribes, races: CM
-
WPC committed for empowering women development: Munaza