اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د سنهوا نيوز ايجنسۍ د اېشيا پيسفك ريجن هېډ سن يونګ وئېلي دي چې د چين د بېلټ اينډ روډ پروګرام له مخې د چين او پاكستان په اقتصادي لار كښې پاكستان لپاره د پرمختګ پياوړې موقعې موجود دي٬په مېډيا كښې د پروژې پرمختيائي اړخونه په ډاګه كولو سره دواړه هېوادونه يو بل ته لا نزدې كېدې شي۔د هانګ كانګ بيسډ سنهوا نيوز ايجنسۍ د اېشيا پيسفك ريجن هېډ سن يونګ د قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان د هېډكوارټر دورې په موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل چې د پاكستان او چين مېډيا د سي پیك په اړه څانګې په ښه انداز كښې په ډاګه كولو سره د دواړو هېوادونو د اولسونو ترمينځه د روابطو په مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ده ووئيل چې په اسلام آباد كښې د سنهوا نيوز ايجنسۍ بيورو په ټوله نړۍ كښې د قومي او نړيوال اهميت د چارو په كورېج كونكو 25 بيوروز كښې يوه ده۔ده د سنهوا نيوز ايجنسۍ او د اے پي پي ترمينځه د خبرونو د تبادلې د اوسنۍ مرستې لا زياتولو لپاره خوښي څرګنده كړه۔د پاكستان او چين ترمينځه د خبرونو د تبادلې لوظونه په كال 1964 كښې شوې وه۔ده تجويز وركړو چې د چين پاكستان اقتصادي لارې پشان پروژو لپاره دې د سنهوا او اے پي پي شريك كورېج٬د سنهوا نيوز ايجنسۍ د خبرونو پھ اردو كښې ترجمه او د دواړو هېوادونو ترمينځه د پروژو وېډيو فوټېج تبادله وكړی شي۔د اے پي پي ايګزېكټو ډائرېكټر اختر منير د سنهوا نيوز ايجنسۍ د آسيا پيسفك ريجن مشر ته ووئيل چې اے پي پي د شريكو پروژو په اړه شريك كورېج لپاره حكمت عملي لا پراخا كولو پشمول د چين نړيوالې راډيو او د چين مركزي ټي وي سره مرستې ته تياره ده۔د اے پي پي ډائرېكټر نيوز شفيق قرېشي ووئيل چې د اے پي پي 9 بيورو دفترې دي٬ 7 سټېشنې لري٬د ضلعې او تحصيل په كچه 112 استازي لري او د اے پي پي استازي په نيويارك بيجنګ او لندن كښې د نړيوالو قومي او د ځايې معاملو په كورېج معمور دي۔ده ووئيل چې د غربت كمولو او د كرپشن په ضد د سختې كاروائۍ په اړه د سنهوا خبرونه د اډيټر او د لوستونكو د توجو مركز ګرځي۔وزيراعظم عمران خان په چين كښې د غربت كمولو او د كرپشن په ضد د چينائي اقداماتو ذكر په خپلو تقريرونو كښې كوي۔په دې موقع ډائرېكټر انفارمېشن ټېكنالوجي غواص خان٬ډائرېكټر وېډيو نيوز سروس بلال تهيم او نور چارواكي هم پھ دې موقع موجود وو
متعلقہ مضامین
-
Dr Faisal expresses pleasure on first-ever visit of Bill Gates to Pakistan
-
Stolen timber recovered, accused held
-
PFA seized 1400 liter adulterated milk
-
Textile exports likely to touch $21bln mark by June: Farrukh
-
UPBC hails UK decision to assist UN for raising $4.4 billion fund for Afghanistan
-
Bill Gates appreciates Pakistan’s success against Covid-19
-
Exhibition to pay tribute to Sadequain tomorrow
-
Oil, Gas Regulatory Authority (Amendment) Bills, 2022 smoothly sail through Senate
-
Senate passed resolution for women empowerment
-
Oil, Gas Regulatory Authority (Amendment) Bills, 2022 smoothly sail through Senate
-
HBL PSL 7: Skipper Babar Azam’s father comes to defense for his son
-
Zahid to miss Test team training camp due to PSL 7