اسلام آباد ۔ 27 نومبر (اے پی پی) د مواصلاتو دوهم وزير مراد سعيد د تحریک انصاف د 100 ورځنۍ ايجنډې په لړ كښې د مواصلات وزارت كښې د هدفونو ترلاسه كولو اعلان كولو سره ووئيل اېن اېچ اے كرپشن نه پاكه اداره جوړولو له د سترو لارو په 6 منصوبو كښې د 73 ارب 2 کروړه روپو زياتو ادائيګو خصوصي آډټ وكړې شو۔ شاهانه پروټوكول له كارول كېدونكي د 20 کروړ 88 لکھ 49 زره نه د زيات ماليت 22ګاډي نيلام كړې شول۔ قبضه مافیا څخه د 1 ارب 59 کروړ 60 لکھ روپو ماليت 2 زره 214 كناله د محكمې مزكه آزاده كړې شوه ۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ اېن اېچ اے هېډكوارټرز كښې ميډيا ته بريفنګ كښې وكړه۔ ده ووئيل کرپشن ختمولو او سپېځلي پاكستان له اي ټېنډرنګ ٬ د اي بلنګ نظام معارفي كولو سره د موبائل اېپليكېشن اجراﺀ وكړې شوه۔ هېواد شين جوړولو له په لويه كچھ ونې ولګولې شوې۔ د محكمې كرپټ افسرانو څخه كروړونه روپۍ برآمد كړې شوې۔ ده ووئيل د 100 ورځو ايجنډې لپاره د اېن اېچ اے او د مواصلاتو وزارت ډله د خصوصي پېرزوينې مستحق ده كومې چې ټاكلې شوې هدفونه په 70 ورځو كښې ترلاسه كولو له شپه او ورځ كار كړې۔ ده ووئيل كرپشن ختمول زمونږ خوب وو۔ ده ووئيل وزیراعظم د سوګند پورته كولو په مهال وئيلي وو پاكستان عظيم هېواد جوړولو له به تر ټولو وړاندې سادګي خپلولې شي۔ ده ووئيل د مواصلاتو وزارت په خپلو خرڅونو كښې د 3 كروړه روپو كمې كړې دې او 50 فيصد ئې نور خرڅونه كم كړي دي۔ ریونیو كښې 3 اربه 72 کروړه روپۍ اضافه شوې۔ ده ووئيل ګورنر هاؤسز اولس لپاره پرانستلې شوي دي۔ کے پی کے كښې کاغان، ناران كښې ګېسټ هاؤسز د سېلګرۍ ودې له وقف كړې شوي دي۔ ده ووئيل د مواصلاتو وزارت كرپشن ختمولو له عملي ګامونه پورته كولو سره كرپټ افسرانو څخه د 4 كروړه روپو ريكوري كړې۔ ده ووئيل تر ټولو زياته شجركاري د مواصلاتو وزارت كړې او په دې لړ كښې كے پي كے سره په ګډه كار
متعلقہ مضامین
-
PTI asks ECP to activate scrutiny committee at the earliest: Farrukh
-
KP Government promoting unexplored archaeological sites
-
Opposition parties make new bid to unite against govt to save corruption: Farrukh
-
Hassan Ali fighting with teammates: video viral
-
World must notice India’s ghettoisation of Muslims: FM
-
World must notice India’s ghettoisation of Muslims: FM
-
Probe underway to determine how nail impales through woman’s head: Barrister Saif
-
Fawad visits PTV Peshawar, assures employees of their problems’ resolution
-
Insaf Sehat Card commendable achievement of PTI govt: Gill
-
Insaf Sehat Card commendable achievement of PTI govt: Gill
-
PHC declare termination of Assistant Registrar, Women University, Swabi as illegal
-
Completion of Malir Expressway to reduce burden of traffic in Karachi: SACM