د حكومت د اقتصادي او توان چارو وياند ډاكټر فرخ سليم نجي چېنل سره خبرې
اسلام آباد ۔20 اکتوبر(اے پی پی) د حكومت د اقتصادي او توان چارو وياند ډاكټر فرخ سليم وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان د سعودي عربستان دوره په سم لوري يو مثبت ګام دے۔ دا دوره به د قامي مفادو او اقتصادي څانګو په ګټه وي۔ يو نجي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم به د سعودي عربستان باچا شاه سلمان په خاص بلنه د روانې مياشتې به 23 مه نېټه رياض ته ځي چرته به چې هغه د سباؤن سرمايه كارۍ سره اړوند درې ورځنې كنفرنس كښې ګډون كوي۔ ده ووئيل آئي اېم اېف ته تلو نه غوره دا ده چې د ملګرو هېوادونو مرستې ترلاسه كولو آپشن وكارولې شي۔ ډاكټر فرخ سلیم ووئيل په موجوده معاشي ستونزه كښې پاكستان د خپلو مخلص او ريښتنې ملګرو مرستې ته اړتيا لري۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د وزيراعظم عمران خان د سعودي عربستان دوره به د هېواد مفادو لپاره ډېره ګټوره وي او په دې بايد څوك ټكونه ونكړي ولې چې پاكستان خپلو ګاونډي هېوادونو سره سولييزې اړيكې غواړي۔ او دا اړيكې بايد د برابرۍ په كچه وي۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت آئي اېم اېف ته تلو څخه د ډډې كولو ټولې ممكنه هڅې كوي او دې ته د تلو په ځائې سعودي عربستان ٬ چين او نورو خليجي هېوادونو پلو روان دے دغسې چې د غېر ملكي زرمبادله پنګې مستحكم شي۔ ده ووئيل پاكستان په اسلامي نړۍ كښې يو خاص مقام لري او دا خبره د خوشحالۍ ده چې سعودي عربستان به د موجوده حكومت په دې دور كښې خپلو اړيكو ته نوره هم وده وركړي۔
متعلقہ مضامین
-
NCOC recommends early, extended winter vacations in schools as Covid-19 cases surge
-
Pakistani visa operations none of Afghanistan’s business, Kabul told
-
Women empowerment remains top priority of Pakistan, EU told
-
US Embassy in Islamabad apologises over political retweet
-
US embassy in Islamabad apologizes over sharing ‘unauthorized’ tweet against PM Imran Khan
-
Time for PM to take another U-turn: Hashmi
-
Women empowerment remains top priority of Pakistan, EU told
-
Public money mercilessly wasted by Sharifs: Firdous
-
Greater unity vital to liberate Kashmir: AJK president
-
Effective use of IT key in modern policing, says IGP
-
CPEC to help Pakistan achieve its economic development goals
-
Ehsaas Emergency Cash Program: an extensive social protection intervention