اسلام آباد ۔ 10 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سليم مانډوي والا د يورو آسيائي هېوادونو پارلماني غونډه كښې د ګډون په مهال د انډونيشيا ٬ تھائي لېنډ او بوسنيا اېنډ هرزوګوينيا پلاويو سره ملاقاتونو كښې په دوه اړخيزه چارو خبرې كړې دي ۔ دوهم چيئرمېن دا مهال د يورو آسيائي هېوادونو پارلماني غونډه كښې د پاكستان پلاوي مشري كوي۔ پلاوي كښې سناتور محسن عزيز ٬ سناتوره خوش بخت شجاعت ٬ سناتور نصيب الله بازئي ٬ د قامي اسمبلۍ غړو جېند انوار ٬ عامر ايوب او تركيه كښې د پاكستان سفير ساجد قاضي شامل دي ۔ د يورو آسيائي هېوادونو دا پارلماني غونډه د روانې مياشتې 8 مې نېټې څخه تر 11 مې نېټې د تركيه په اناطوليه ښار كښې كېږي۔ د غونډې مقصد په يورو آسيا كښې غوره پرمختګ او معاشي اړيكو ته وده وركول دي۔ پاكستاني پلاوي د انډونيشيا پلاوي سره ملاقات كښې انډونيشيا كښې لږې ورځې وړاندې د راغلې زلزلې په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس او غم دړد څرګندونه كولو سره د پاكستان لخوا د هر ډول مرستې وړاندېز وكړو۔ دواړو اړخونو دوه اړخيزه نزدې اړيكو له د خپل عزم څرګندونه وكړه او د اړيكو لا مضبوطولو او د پارلمان په كچه رابطو ته د ودې وركولو په حاجت ئې زور راوړو۔ دوهم چيئرمېن وړاندېز وركړو چې انډونيشيا دې پاكستان لپاره د وېزې نظام كښې آسانۍ رامخې ته كړي دغسې چې هنرمند افرادي قوت انډونيشيا ته لاړ شي۔ د تھائي لېنډ پلاوي سره ملاقات كښې دوهم چيئرمېن سلیم مانډوی والا پلاوي ته د پاكستاني كلتور په اړه ووئيل د بدھسټ ډلې لپاره د پاكستان ټېكسلا ښار لوئے تجارتي مركز دے۔ دواړو ډلو د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ پاكستاني پلاوي د بوسنيا اېنډ هرزګوينيا پلاوي مشر سېفټ سېفټك سره په دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو اړخونو د دوه اړخيزه خوښې په بېلو څانګو كښې د اړيكو لا زياتولو خوښي ښكاره كړه۔ د بوسنيا پلاوي مشر ووئيل زمونږ اولس پاكستان سره جذباتي تړون لري۔ دوهم چيئرمېن سلیم مانډوی والا ووئيل بوسنيا د پاكستان ملګرې هېواد دے او پاكستان به د بوسنيا هره ممكنه مرسته دوامداره ساتي
متعلقہ مضامین
-
Excise police seize over two kg hashish in smuggling bid
-
PM calls UAE Crown Prince to condemn Houthi’s attack
-
14 dead, 828 injured in 810 road accidents in Punjab
-
Heads roll over Murree snowfall tragedy
-
FM invites opposition leaders to support efforts for South Punjab
-
Earthquake with a magnitude of 4.5 jolts parts of Swat
-
Earthquake with a magnitude of 4.5 jolts parts of Swat
-
Intentions of govt. to regularize cryptocurrency in Pakistan: Shibli Faraz
-
UK inflation accelerates to near 30-year peak
-
FBR officers are TUNELESS as a result of Aima Baig’s sleight of hand
-
Adamjee Life, Indus Hospital join hands for improved healthcare
-
Iqra and Yasir share photos from their trip to Thailand