اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د قاچاق ٬ حواله او هنډۍ مخ نيوي په لړ كښې په وزيراعظم آفس كښې د اعلٰی كچ غونډې مشري وكړه۔په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير اسد عمر٬د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي٬د وزيراعظم د اداره جاتي اصلاحات ادارې صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن٬د احتساب خاص مرستيال مرزا شهزاد اكبر٬د سياسي چارو خاص مرستيال نعيم الحق٬د خزانې سېكتر٬داخله سېكتر٬كامرس سېكتر٬اټارني جنرل٬د اسټېټ بانك ګورنر٬د اېف بي آر چيئرمېن٬د اېف آئي اے ډي جي او نورو اعلٰی افسرانو ګډون وكړو۔د ګل په ورځ د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې غونډه كښې د كامرس سېكتر او اېف بي آر ته د قاچاق ٬ حواله او هنډۍ څخه قامي معيشت ته د رسېدونكي زيان په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې د قاچاق او حواله هنډۍ مخ نيوي لپاره په موجوده قانون كښې ضروري بدلون كولو سره د اړوند قانون لا فعاله كولو پريكړه وكړې شوه
متعلقہ مضامین
-
Fawad extends apology to Election Commission Pakistan
-
Sustainable peace in S.Asia linked with resolution of Kashmir dispute: FM
-
Fawad extends apology to Election Commission Pakistan
-
IDF report reveals 33m diabetic patients in Pakistan: PANAH
-
KP govt allocates Rs150m for Haripur safe city project
-
National Speech Language Pathology Day marked
-
National Speech Language Pathology Day marked
-
Govt, allies set to table reforms bill in joint sitting: Rashid
-
Covid-19 positivity ratio lowest since second wave
-
Claims of ex-judge are just ‘plain lies’
-
PML-N digging its own political grave
-
‘Mujh Ko Pata Hay’ by Yasir Akhtar premieres on PTV Network