لاهور۔19 اګست(اے پی پی) د پنجاب اسمبلۍ غونډه كښې حكومتي او دمخالفې ډلو غړو په يوه خله د توهين رسالت د غندنې قرارداد په يوه خله منظور كړو۔ د غندنې دا قرارداد حكومتي غړي عمارياسر ٬ مياں شفیع محمد او د مخالفې ډلې غړې كنول پروېز وړاندې كړو۔ قرارداد كښې ووئيلې شو چې د دې ايوان رائې دا ده چې د حضرت محمد (ص) په حرمت او ناموس مونږ ټول مسلمانان هر وخت ځان قربانولو ته تيار يو۔ لوئې څښتن هغه د دواړو جهانونو لپاره رحمت جوړ كړې رالېږلې۔ د عقيده ختم نبوت او ناموس رسالت حفاظت زمونږ مسلمانانو ذمه واري ده۔ د كفر نړۍ اسلام او مسلمانانو څخه ويرېږي ځكه د رسول كريم (ص) په شان كښې ګستاخي كولې شي۔ څو ورځې وړاندې د هالېنډ ملعون سياستمدار ګیرټوائلډرز د شېطاني منصوبې ترمخه د نبي كريم (ص) په ضد د ګستاخۍ موادو نندارتون اعلان كړی۔ دې ناوړه حركت سره د مسلمان زړه ازار شوې۔ دا حركت يو نړيوال سازش دے۔ د پاكستاني اولس ترجماني كولو سره د صوبائي اسمبلۍ دا ايوان د هالېنډ ملعون ګیرټ وائلډرز او هالېنډ حكومت په سختو ټكو كښې غندنه كوي او وفاقي حكومت څخه غوښتنه كوي چې ټولو اسلامي هېوادونو سره تماس ونيسي او په ګډه هالېنډ سره سفارتي اړيكې ختمې كړي او د هالېنډ حكومت مجبور كړي چې هغه د دغه ملعون په ضد د نړيوال امن دمنځھ وړلو كېس جوړولو سره سزا وركړي۔
متعلقہ مضامین
-
Dry weather likely in most parts of country
-
IHC bans constructions at Margalla Hills National Park
-
COVID-19: NCOC records 11 more deaths, 567 new cases in last 24 hours
-
Opposition protest in Parliament against inflation
-
Alvi for paradigm shift in engineering disciplines
-
Senate session marred by opp protest
-
NHA chairman holds e-kachehri
-
18 candidates interviewed for DG CAA post: Senate told
-
NH&MP crack down on irregular number plates
-
NHA chairman holds e-kachehri
-
NH&MP crack down on irregular number plates
-
18 candidates interviewed for DG CAA post: Senate told