اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) داطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيربېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي چې پاكستان به پھ خپلو داخلي معاملو او په خاص توګه په معاشي پالېسۍ كښې بل چا ته د مداخلې اجازه ورنه كړي٬سارك هېوادونه د سيمه ايزې مرستې د لارې پھ منطقه كښې پرمختګ لپاره مهم كردار ترسره كولې شي٬د مساوات نشت والې٬زياتېدونكې آبادۍ٬توان او د اوبو بحران لوې چېلنجونه دي كومو لپاره چې په بېړنۍ توګه د كار كولو ضرورت دې٬پاكستان يو مستحكم افغانستان ليدل غواړي٬د دې لپاره به خپل مثبت كردار ترسره كوي٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بې مثاله قربانۍ وركولو سره كاميابۍ ترلاسه كړې دي٬په ټوله نړۍ كښې بل كوم هېواد د ترهه ګرۍ په ضد دومره قربانۍ نه دي وركړې۔ده د ګل په ورځ دا خبرې د سيمه ايزې ستراتېژۍ او يو والي په اړه جوړ شوي سېمينار ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔په دې موقع پاكستان كښې د چين سفير ياؤ جنګ٬د آئي آر اېس مشره ډاكټر رخسانه قمر هم موجود وه۔د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان تر ټولو زياته مضبوطيا د پاكستان د سيمه ايز پوزيشن له امله ده٬مونږ په ټوله نړۍ كښې اهميت لرو۔ده ووئيل چې پاكستان د خارجه پالېسۍ په مېدان كښې د قائداعظم په اصولو عمل كوي۔قائداعظم وئېلي وو چې زمونږ مقصد امن دے٬مونږ پھ عزت سره اوسېدل غواړو او خپلو ګاونډي هېوادونو او نړۍ سره د همغږۍ او دوستۍ اړيكې جوړول غواړو٬مونږ د چا په ضد جارخانه ډيزائن نه لرو٬مونږ د ملګرو ملتونو چارټر سره يو او په نړۍ كښې په امن او خوشحالۍ كښې شراكتدار يو
متعلقہ مضامین
-
Islamabad police adopt system to better serve citizens
-
One killed, another injured as fire erupts at firecracker producing factory
-
Accountability biggest issue for incompetent league: Gill
-
Masses to benefit from fruits of uplift: Buzdar
-
COMSTECH to celebrate ‘World Science Day for Peace & Development’
-
Masses to benefit from fruits of uplift: Buzdar
-
IHC seeks details of FIA’s powers
-
Bilawal Bhutto continues mass contact campaign
-
Another 10 flights called off at Lahore Airport due to operational issues
-
Asif Ali Zardari files plea for acquittal in three NAB references
-
Pakistan, Uzbekistan sign protocol to set up JSC
-
Asif Ali Zardari files plea for acquittal in three NAB references