چینګ ډاؤ ۔09 جون (اے پی پی) پاکستان او ایران وئيلي دي افغانستان كښې امن او استحکام پاکستان او ایران دواړو دونوں له مهم دے۔ د خالي په ورځ جاري كړې شوي پرېس ريليز ترمخه اولسمشر خپل ايراني همڅنګ ډاكټر حسن روحاني سره چينګ ډاؤ كښې ملاقات وكړو۔ دواړه لارښود د شنګھائي مرستې تنظيم کونسل غړو هېوادونو د مشرانو 18 مه غونډه كښې ګډون لپاره د چين په دوره دي۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ اولسمشر ممنون حسېن ووئيل پاكستان او ايران يو بل سره د ورورولۍ نزدې او غوره اړيكې لري۔ پاكستان او ايران به د يو بل د ګټې په چارو كښې مرسته روانه ساتي۔ اولسمشر د كشميري اولس د هڅو ملاتړ په حقله د ايراني لارښود آیت اللہ خامنائی بیان وستائلو۔ دواړه لارښود د اقتصادي اړيكو لا مستحكم كولو او دوه اړخيزه تجارت لا زياتولو ته سلا شول۔ دواړو لارښودو په نړيوال صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه ككولو سره په دې خبره اتفاق وكړو چې د نړيوال قانون رولز او اصول پځائې ساتلو ته خاص پاملرنې كولو ته اړتيا ده۔ په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه كولو سره دواړو لارښودو په دې خبره زور راوړو چې افغانستان كښې امن او استحكام دواړو هېوادونو له ډېر مهم دے
متعلقہ مضامین
-
China stresses need to strengthen security, counter-terror cooperation with Pakistan
-
COVID-19: NCOC records 13 more deaths, 516 new cases
-
China stresses need to strengthen security, counter-terror cooperation with Pakistan
-
PTV anchor under fire for ‘insulting’ Shoaib Akhtar
-
Influential landlord raped a disabled housemaid in Chiniot
-
Enough is enough!
-
SC releases detailed judgement in Nasla Tower case
-
SC releases detailed judgement in Nasla Tower case
-
No room for any militant group in Pakistan: Dr Moeed
-
PM Imran Khan summons NSC meeting on Friday
-
Schools to remain close in Jhelum due to TLP rally
-
TLP to be dealt with an iron hand