اسلام آباد 05 جون (اے پی پی) بیرسټر سید علی ظفر د اطلاعات او خپرونو وزارت لنډ مهاله وزیر ذمه وارۍ سنبھال كړي دي ، د اطلاعات او خپرونو سيكتر سردار احمد نواز سكھیرا د وزارت چارو په اړه ده ته تفصیلی بریفنګ وركړو، د اطلاعات وزارت ته په راتګ اعلی افسرانو د ده هركلې وكړو۔لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د اړخه جوړه كړې نوې لنډ مهاله كابینه كښې بیرسټر سید علی ظفر سوګند پورته كولو نه پس د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزارت دوره وكړه چرته چې د اطلاعات او خپرونو سيكتر سردار احمد نواز سكھیرا، ظهور برلاس ،شفقت جلیل او نورو چارواكو د لنډ مهاله وزیر هركلې وكړو۔ دا خبره دې ياده وي چې بیرسټر علی ظفر د هېواد پوهه قانون دان دے څوك چې د سپریم كورټ بار ایسوسی ایشن صدر هم پاتې شوې۔لنډ مهاله وفاقی وزیر بیرسټر سید علی ظفر قانونی پوهانو كښې يو جلا شناخت لري څوك چې د نوموړې قانون پوهه اېس اېم ظفر زوې دے۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan, Morocco joint military exercise concludes
-
PM Imran Khan departs for three-day Saudi visit
-
Court releases Khursheed Shah after 25 months
-
AJK PM warns of humanitarian tragedy in IOJK
-
Blind murder cases solved, three held: CPO
-
Nine militants killed in Mastung: CTD
-
US, Pakistan agree on bilateral collaboration in health sector
-
President condoles with families of martyred soldiers
-
President condoles with families of martyred soldiers
-
Polio completely eradicated from KP: Bangash
-
Education is the passport to the future: Yousaf Raza Gilani
-
MoHR Helpline receives almost 1mln calls till June 2021