اسلام آباد 28 اپرېل (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې نجي څانګه دې د كراچۍ غريب اولس له د صحت بنيادي او معياري آسانيو وركولو له راوړاندې شي او خپل كردار دې ترسره كړي٬حكومت د روغتيا څانګه كښې جديد آسانيو وركولو له هر ډول هڅې كوي٬حقيقت دا دې نجي څانګه د سركاري څانګې په نسبت ښه خذمات وركولې شي٬بايد دواړه سركاري او نجي څانګې د ټولنې غريب طبقو له د روغتيا بنيادي آسانيو وركولو له په ګډه هڅې وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ دارالصحت روغتون وليد آډيټوريم كښې ډائيلاسسز سنټر پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔د سندھ ګورنر محمد زبير٬د كراچۍ ميئر وسيم اختر هم په دستوره كښې ګډون كولو۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل د كراچۍ پرمختګ او څوكالي د هېواد د پرمختګ سره تړلې ده كوم هم حكومت كراچۍ نظرانداز كولې نه شي بايد په دې اړه سياست ونه كړې شي۔ده ووئيل د اتلسم بدلون نه پس دا ذمه وارۍ صوبو ته منتقل شوي خو سره د دې وفاقي حكومت د دې لويې ښار پرمختګ خپله ذمه واري ګني او د دې لپاره كراچۍ پېكج وركړی شوې۔ده د سندھ ګورنر ته سپارښتنه وكړه چې د كراچۍ ميئر سره مشاورت په دې پېكج عملدرآمد وكړي۔وزيراعظم ووئيل وفاقي حكومت د توان مسئله هم حل كړې۔ده ووئيل بايد په اولسي مسئلو سياست ونه كړې شي او دې لپاره ټول ګوندونه يو موټې شي دغسې چې اولسي مسئلې حل كړی شي۔ده ووئيل حكومت كاروباري ورورولۍ او سرمايه كارو لپاره د ټېكس مراعات اعلان كړي كوم چې په ټوله نړۍ كښې مثال نه لري۔ده په سرمايه كارو او كاروباري ورورولۍ زور راوړو چې د انسانيت خذمت لپاره راوړاندې شي
متعلقہ مضامین
-
Balochistan govt initiates 2,500 water supply schemes in three years
-
Thai ambassador calls on IIUI president
-
British Council distributes laptops among KMU students
-
World’s positive messages to help prevent Afghan instability, says PM
-
Pakistan values relations with Denmark: COAS
-
Shehbaz Sharif’s wife indicted in money laundering case
-
Legendary comedian Umer Sharif passes away in Germany
-
High-level talks with TTP groups are underway: Sheikh Rasheed
-
President briefed on performance of Foundation University
-
Controlling inflation a top priority of govt: Federal Minister
-
Google pulls plug on plan for mobile banking in Pay app
-
HabibMetro wins prestigious ADB award