اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د پارلمان د پبلك اكاؤنټس كمېټې غونډه د كمېټې كنوينئر ميا عبدالمنان په مشرې كښې د جمعې په ورځ د پارلمان په ودانې كښې وشوه۔ په غونډه كښې د وفاقي پرمختيائي ادارې د كال 17- 2016م د آډټ اعتراضاتو جاج واخستل شو۔ په غونډه كښې د آډټ چارواكو پي اے سي ته ووئيل چې په كال 1996م كښې د 24 بوګس پلاټونو د الاټمنټ په نتيجه كښې د 27 كروړ نه زيات زيان شوے۔ د سي ډي اے چارواكو ووئيل چې په كال 2000م كښې د بورډ په غونډه كښې د سي ډي اے د اړوند اهلكارو په ضد د كارروائې پرېكړه شوې وه۔ ميا عبدالمنان ووئيل چې پي اے سي حكم كړے و چې دا پلاټونه دې منسوخ كړے شي۔ د سي ډي اے چارواكو ووئيل چې دا پلاټونه منسوخ كړے شوي دي۔ ميا عبدالمنان ووئيل چې تر څو سي ډي اے په غلطو چارو د ككړې عملې په ضد كارروائي نه كوي٬ د غلطو مخ نيوې به ونه شي۔ په پير سوهاوه كښې په كال 2004م كښې د مونال رېستوران جوړېدو په اړه پي اے سي هدايت وكړو چې بايد د دې كېس په سپېځلي ډول پلټنې وشي۔
متعلقہ مضامین
-
PHC cracks down on quacks in 25 cities
-
UN and Afghan Taliban, figuring out how to interact
-
Wildlife officials recover 43 partridges from huntsmen in Sujawal
-
Dengue cases continue to increase in Punjab
-
Get ready for protest against inflation, Shehbaz tells nation
-
Tourism has potential to boost economy: Dr Alvi
-
Taliban laud Pakistan for supporting Afghanistan
-
Tourism has potential to boost economy: Dr Alvi
-
Karachi issues: Federal, Sindh governments must put politics aside, says PM Imran Khan
-
PML-N Will be divided into three fractions: Sheikh Rasheed
-
Senate adopts 10 bills of public, national importance
-
Senate adopts 10 bills of public, national importance