لندن 19 اپرېل (اے پي پي) داخله وزير احسن اقبال د زيارت په ورځ د برټش کونسل چیف اېګزیکټو سر سیارن دیوانې سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال پاكستان كښې لوړو زده كړو لپاره د برټس كونسل د مرستې ستائنه كولو سره د پاكستان او برتانيې ترمېنځه د نالج ګېټ وے پروګرام پېل كولو د خواهش څرګندونه كړې ده ٬ دا ډول پروګرام د پاكستان او امريكې ترمېنځه د يو اېس پاكستان نالج ګوريډور په نامه چلېږي چې له مخې به ئې د لوړو زده كړو كمېسون له مخې يو زر پي اېچ ډيز امريكې ته لېږلي شي ۔ داخله وزير د برټش كونسل څخه د ادارې جوړولو لپاره د تكنيكي معاونت خواست وكړو۔ وفاقي وزير پاكستان اكېډمي آف سوشل سائنسز جوړولو لپاره د تكينكي مرستې هم خواست وكړو۔ داخله وزير ووئيل حكومت به د لوړو زده كړو كمېسون بجټ سږ كال تر 45 اربه زياتوي او په كال 2013 كښې دا بجټ 13 اربه روپۍ ٶ ٬ ده ووئېل په هره ضلع كښې به د پوهنتون كېمپس جوړولې شي او په بلوچستان كښې به د مېرمنو لپاره څلور كمېپسز جوړولې شي۔ده ووئيل زما په سيمه پوهنتون كښې څلور زره زده كوٶنكي دي چې پكښې 80 فيصده انجونه دي۔ دغسې د برټش كونسل چيف اېګزېكټو داخله وزير ته د خپل هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو۔
متعلقہ مضامین
-
President for ways to meet fuel requirements of Balochistan’s remote areas
-
PIA starts special flight operation to Damascus for Arbaeen
-
Another 0.5m doses of Russian sputnik vaccine arrive in Pakistan
-
SSRL receives NFEH Environment Excellence award
-
Shehbaz Sharif suggests names for ECP members from Punjab, KP
-
Time to stand by Afghanistan, firmly and unequivocally: PM
-
Nation proud of its martyrs’ sacrifices: Fawad
-
Nation proud of its martyrs’ sacrifices: Fawad
-
Nation proud of its martyrs’ sacrifices: Fawad
-
Fazal ur rahman to visit lahore tomorrow
-
Govt committed to uplift of backward KP districts: CM
-
China to work with Pakistan to create ‘sound’ environment for CPEC