اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) قامی اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سیّد خورشید احمد شاہ وئيلي دي د لنډ مهاله وزیراعظم په معامله به د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی سره د د نهې په ورځ ملاقات كوم، تر اوسه مخالفو ګوندونو د لنډ مهاله وزيراعظم لپاره كومه نامه نه ده وركړې، مونږ به د ګوند غونډې نه پس د لنډ مهاله وزيراعظم نامه وړاندې كوو، بايد د اسلام آباد نوې هوائي ميدان نامه بينظیر بھټو نړيوال هوائي ميدان كېښودلې شي، پارلمان دې خپله د احتساب يوه کمېټی جوړه كړي كومه به چې د سیاستمدارو احتساب کوي۔ د ګل په ورځ پارلمان كښې د ميډيا نمائندګانو سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل مونږ هڅه كوو چې لنډ مهاله حکومت كښې د ښو كسانو نامې وړاندې كړې شي ځكه چې د راروانو ټولټاكنو ټول انحصار به په لنډ مهاله وزیراعظم وي، دې لپاره به هڅه كولې شي چې ښه كس لنډ مهاله وزیراعظم جوړ كړې شي۔ده ووئيل هڅه كوو چې د مئی په وړومبۍ اوونۍ كښې د لنډ مهاله وزیراعظم په اړه باضابطه مشاورت پيل شي۔ خورشيد شاه ووئيل بايد د اسلام آباد نوې هوائي ميدان نامه بينظیر بھټو نړيوال هوائي ميدان كېښودلې شي، كه داسې ونه شوه نو مونږ به سترې محكمې ته رجوع كوو۔ ده ووئيل پخوانې هوائي ميدان به هوائي ځواك ته وسپارلې شي، بايد د ټولو ادارو احترام وكړې شي ، ده ووئېل پارلمان خپه د احتساب يوه کمېټی جوړه كړي، كومه به چې د سیاستمدارو احتساب کوي، دغسې به د شريك احترام د لارې کامیاب جمهوریت ممکن كيدې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Ehsaas utilized 100% of its budget in two consecutive years
-
Money laundering case against Khawaja Asif adjourned without any proceedings
-
APHC appeals Kashmiris to observe Martyrs’ week from July 6
-
APHC appeals Kashmiris to observe Martyrs’ week from July 6
-
Pakistan, Uzbekistan agree to enhance mutual cooperation in diverse fields
-
Loadshedding back with a vengeance: Shehbaz
-
NAB asks Interpol to apprehend Zardari frontman
-
Vaccination facilities established at Karachi cattle market
-
Rangers to be deployed during PP-38 Sialkot by-election
-
Lahore ‘rape victim’ turns out to be con woman
-
Summers in capital, fragrances with mangoes’ aroma
-
Imran Khan has destroyed people of Pakistan, says Shahbaz