اسلام آباد ۔25 مارچ (اے پی پی) د چين په پلازمينه بیجنګ كښې پاکستانی سفارت كښې د 78 مې پاكستان ورځې او د پاك چين سفارتي اړيكو 67 مه سالګره په زړه پورې ډول لمانځلو له د استقباليې يوه درنه دستوره وكړې شوه۔ د اتوار په ورځ دغه ځائې څخه د ترلاسه شوي پرېس ريليز ترمخه دې دستوره كښی پاکستانی کمیونټۍ،غېر ملکی سفارتکارو، دابلاغ ذريعو نمائندګانو او چينائي چارواكو ګډون وكړو۔ د چين د كركيلې وزير د دستورې خاص مېلمه وو۔ بیجنګ كښې پاکستانی سفیر مسعود خالد قدرمنو مېلمنو ته هركلې وئيلو سره ووئيل دا ورځ هر كال د مارچ په 23 مه نېټه د پاكستان جوړونكو عظيمو هڅو ته سلام وړاندې كولو له لمانځلې شي ولې چې په دې ورځ كال 1940 كښې قرارداد پاکستان منظور شو او د آزادۍ تحريك پېل شو۔ ده ووئيل د پاكستان او چين مشرتابه اړيكې په مضبوطو سياسي او د اقتصادي مرستې په بنياد ګټو او سوكالۍ كښې بدلې كړي دي۔ دستورې ته خپل خطاب كښې خاص مېلمه د چين حكومت او اولس لخوا د پاكستان حكومت او اولس ته د پاكستان 78 مې ورځې مباركي وركړه۔ ده ووئيل چين پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او ددې لا مضبوطولو له به خپلې هڅې روانې ساتو۔ ده په نړيوالو فورمونو د پاكستان مثبت كردار ستائنه كولو سره سره د ترهګرۍ په ضد د پاكستان د قربانيو او كاميابو اعتراف هم وكړو۔ په دې مهال قدرمن مېلمه پاكستاني سفير او نور سفيرانو سره په ګډه د سالګرې كېك كټ كړو۔ په نورو مېلمنو كښې د پی اېل اے اېئر فورس دوهم چف آف سټاف مېجر جنرل لی چن چاؤ او د شنګھائی مرستې تنظيم عمومي سېكتر راشد عليموف هم شامل وو
متعلقہ مضامین
-
Extension in special powers granted to Rangers signed by Sindh govt
-
PM apprised on legislation to criminalize enforced disappearance
-
“US is very serious in troops withdrawal”: Taliban chief negotiator
-
LHC annoyed over NAB for failing to submit reply
-
Chinese consulate attack ‘facilitator’ arrested in UAE
-
“US is very serious in troops withdrawal”: Taliban chief negotiator
-
Zardari disqualification petition: political fights should be fought in parliament: IHC
-
Sehat Sahulat Program: 15 m families to get health card
-
Gunmen kill nine in attack on police station in Loralai
-
SC dismisses review petition against Asia Bibi’s acquittal
-
Talpur, Majeed file review pleas in fake bank accounts case
-
Asia Bibi free to travel anywhere: FO