اسلام آباد۔4 جون(اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري او د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني ترمينځه په ګورنر هاؤس كښې ملاقات شوے۔ د سېنېټ سېکرټرېټ له مخې د ملاقات په مهال د وفاقي حكومت په پرمختيائي منصوبو ، په سېنېټ كښې په قانون سازۍ ٬ اولسي خېر ښېګړې له د سندھ د ګورنر په اقدامات او د آئي ټي كورسز په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د سندھ ګورنر سره د آئي ټي ماركي دوره وكړه چرته چې زده كوؤنكو د سېنېټ چيئرمېن او ګورنر ته تود هركلے اووې۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د سندھ د ګورنر دا اقدامات مثالي دي چې ورسره به د لوړو زده كړو خپرولو له مرسته ترلاسه شي او آئي ټي كورسز به ځوانانو لپاره ګېم چېنجر ثابت شي۔ په دې موقع خپل خطاب كښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل زمونږ د مشرانو تر ټولو لويه پېشه تعليم وه او دې سره سره د تبليغ كار ؤ ۔ زمونږ سلسله غوث الا عظم شېخ عبدالقادر جیلانی ؒ ته رسېدلې۔ ده ووئيل سياست ته د اولس خذمت لپاره راغلے يم۔ ده ووئيل په یونائیټډ انډیا كښې چې كله مسلمانانو د زده كړو آسانۍ نه لرلې نو زمونږ مشرانو د انجمن اسلامیه ملتان بنیاد په 1838 كښې اېښودے ؤ ۔ هغوي يو شمېر سكولونه او كالجونه جوړ كړي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ما لپاره دا ډېره د خوشحالۍ خبره ده چې زمونږ د خوږ وطن 60 فيصده آبادي په ځوانانو مشتمل ده۔ ده ووئيل د آئي ټي تربيې سره به ځوانان د هېواد اثاثه ثابت شي او د دوي د معاش وسيله به هم وګرځي۔ ده په ځوانانو زور راوړو چې هغوي دې خواري وكړي او د هېواد په پرمختګ كښې دې خپل كردار ترسره كري۔ دلته دا خبره د ذكر وړ ده چې د سندھ د ګورنر د خصوصي اقدام لاندې ګورنر هاؤس سندھ كښې آئي ټي ماركي جوړ كړے په كوم كښی چی نزدې 50 ځوانان په شفټونو كښې د آئي ټي ډپلومې زده كړې ترلاسه كوي۔ دې سره سره نزدې څلور نيم لكه زده كوؤنكې آن لائن استفاده كوي۔ دا ټولې آسانۍ او كورسونه وېړيا وركولې شي دغسې چې ځوان كول د آئي ټي په څانګه كښې هرمند جوړ كړے شي او د هېواد په پرمختګ كښې برخه واخلي
متعلقہ مضامین
-
Graft-buster goes after drug officials
-
Haleem moved to hospital from jail over health issues
-
Pakistan, Sri Lanka agree to cement defence cooperation
-
Upcoming Cricket Superstars Of Pakistan
-
Shibli terms Imran Khan upright, brave leader
-
Upcoming Cricket Superstars Of Pakistan
-
Upcoming Cricket Superstars Of Pakistan
-
Security forces kill eight militants in North Waziristan
-
AMAN-21-The message resonates
-
Inspiring Women Entrepreneurs in Pakistan’s Energy Sector
-
Another minor girl raped in Khairpur
-
Another minor girl raped in Khairpur