لاهور 22 فروري (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې د تھيليسيميا رنځ مخنيوي لپاره په اولس كښې شعور بېدارولو ته اړتيا ده٬ د سندس فاٶنډېشن په دې لړ كښې كاركردګۍ د ستائنې وړ ده، اسلام وراثت او د مېرمنو حقونو په اړه قوانين وضع كړي٬ د تھيليسيميا رنځورانو لپاره په اولس كښې د وينې عطيه كولو جذبه بايد موجود وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په ګورنر هاٶس لاهور كښې د سندس فاٶنډيشن په اهتمام كښې د وينې عطيات جمع كولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل چې سندس فاٶنډيشن د تھيليسيميا د رنځورانو درملنې معياري سهولتونو وركولو كښې ځانګړې خدمات دي ٬ په دې لړ كښې د سينئر خبريال سهېل وړائچ ،د سندس فاٶنډيشن ډائريکټر خالد عباس ډار او صدر ياسين خان سره سره د حاجي سرفراز هڅې د ستائنې وړ دي۔ صدر مملکت ووئي زه هيله لرم چې پاکستان به ان شا الله په راتلونكي وخت كښې د نړۍ د پرمختللې هېوادونو په صف كښې شامل شي ۔ د دې نه وړاندې د سندس فاٶنډيشن مشر سهېل وړائچ ٬ ډائريکټر خالد عباس ډار او صدر ياسين خان هم وېنا وكړه۔ د دستورې په پائ كښې ډاکټرز، بلډ ډونرز او خبريالانو تعريفي سندونه هم وركړې شول۔
متعلقہ مضامین
-
Over 3,000 sanitary workers performing duties during ‘Saaf Punjab’ drive
-
Monkeypox may persist in body for 10 weeks, even after rash fades: study
-
Open house job fair organized
-
Open house job fair organized
-
PANAH to host Int’l conference on heart diseases
-
‘All possible support being provided to PC incident victims’
-
PANAH to host Int’l conference on heart diseases
-
ANF seizes over 2,629kg drugs, 39 held
-
Army chalks out relief plan for Cholistan drought victims
-
IHC disposes of pleas by PTI, bar councils
-
IHC adjourns hearing against Rana Shamim
-
Pakistan, US agree on far more than they disagree on: Bilawal