لاهور 09 دسمبر (اے پي پي) د مسلم لیګ (ن) قائد محمد نواز شریف وئيلي دي چې قام د ستونزو څخه وېستلو لپاره به خپل کردار ترسره كوم،په ټاكنو كښې قام ته شنه باغونه نه ښائم،د ګوند كارمندان ما ته نزدې دي،ګاونډيانو سره د ښه اړيكو خوښې لرو، معیشت سره لوبې كونكو بايد محاسبه وكړې شي۔ده د خالي په ورځ ماډل ټاؤن كښې د مسلم لیګ (ن ) پارلیمانی بورډ 6مې غونډي ته و ينا كوله۔د مسلم لیګ(ن) صدر محمد شهباز شریف ،چیف آرګنائزر مرېم نواز شریف ، د خزانې پخوانې وزیر اسحاق ډار، مرکزی لارښود احسن اقبال ، رانا ثناء الله ،رانا تنویر او خواجه آصف پشمول نور سینئر کارمندان هم په دې موقع موجود وو۔ محمد نواز شریف وئويل د هېواد څخه لري ساتلې شوې يم خو د كارمندانو سره د مينې جذبه عمر له زما په زړه كښې وه،مونږ عمر له په خپل هر دور كښې د هېواد او قام لپاره چې كيدې شو كړې دي ،قام د مشکلاتو څخه وېستلو لپاره به كردار ترسره كوو۔ده ووئيل په دې نه پوهيږو چې يو اناړي لاسونو ته هېواد ولي سپارلې شوې ؤ،د هغه په وخت كښې به يواځې خبرې كيدلې په عملی توګه څه هم نه دې شوي۔ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) په تير دور كښې د هېواد معیشت مستحکم ؤ،په هېواد كښې كوم معاشی ، اقتصادی ، معاشرتی او سماجی څه ډول مسئله نه وه او په هر لحاظ سره پاکستان مخ په وړاندې روان ؤ،اقتصادی پرمختګ هم كيدلو او نړۍ هم د دې خبرې اعتراف کولو چې پاکستان اوې د پرمختګ پلو روان شوې او په سباؤن كښې به پاکستان د نړۍ په لويو معيشتونو كښې شامل شي۔
متعلقہ مضامین
-
Five hurt in road mishap
-
Notorious drug peddler held with 5kg Hashish
-
Conference speakers appreciative of CPEC impact on Pakistan’s economy
-
Five hurt in road mishap
-
IPO’s session for joining Lisbon Agreement held in Lahore
-
World silence on Indian atrocities against Muslims a crime: Sarwar
-
Voting on no-trust motion after March 27
-
Morality-based world order crucial to avert wars: Alvi
-
AJK president urges judiciary to ensure speedy justice
-
World silence on Indian atrocities against Muslims a crime: Sarwar
-
Not worried about no-trust motion: Imran
-
Rs115m released for North Waziristan displaced persons