اسلام آباد۔2دسمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انور حق کاکړ د ټول هېواد په کچه ماشومانو ته د وکسين رسولو او دې ته لاسرسي زياتولو لپاره د حکومت عزم تکرار کړے دے۔ د وزيراعظم د دفتر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان ترمخه د خالي په ورځ په دوبۍ كښې د كوپ 28 كنفرنس په موقعه نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د بل اېنډ مېلنډا ګېټس فاونډيشن شریک چيئرمېن بل ګېټس ملاقات وكړو په كوم كښې چې په پاکستان کښې د پوليو له منځه وړلو له په روانو هڅو کښې د پېشرفت جاج واخستے شو۔ وزيراعظم بل ګېټس په پاکستان کښې د پوليو د مخنيوي لپاره روان كمپائن څخه خبر كړو۔ ده ووئيل د پوليو وائرس ختمولو كښې به پاكستان هېڅ كمې نه كوي۔ ده د ټول هېواد په کچه ماشومانو ته د وکسين رسولو او دې ته لاسرسي زياتولو لپاره د حکومت عزم تکرار كړو۔ په ملاقات كښې د بل اېنډ مېلنډا ګېټس فاؤنډېشن لخوا په ماشومانو كښې د غذائيت كمي ٬ مالياتي شموليت او د تخفيف غربت په څانګو كښې پاكستان سره د مرستې جاج هم واخستے شو۔ وزيراعظم د فاونډېشن لخوا د مرستې ستاينه او په پاكستان كښې يۍ د سټېم زده كړو، د آفتونو مخنيوي لپاره پېشګي خبرتيا او بېړنيو عملياتو او د كركيلې وېليوچينز كښې د قامي استعداد پياوړې كولو كار په لړ كښې د فاؤنډېشن ډاډګيرنه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
PAF clinch Shah Khan Ski Cup trophy
-
DC orders to seal six illegal bus, wagon stands
-
Govt. launches Gender Policy Framework 2022
-
Oil prices rise as traders assess supply risks
-
Prime Minister Imran Khan to complete five years: Sheikh Rashid
-
306 new cases of Covid-19 reported
-
Pakistan’s economy on path of sustainable growth: PM
-
306 new cases of Covid-19 reported
-
DC for comprehensive crackdown against encroachment
-
Used phones sale by non-locals banned in Karachi
-
LCBDDA auctions Pakistan’s first planned downtown
-
Pakistan Festival for Learning inaugurated