اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) قامی اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال 24-2023 په بجټ عام بحث د خالي په ورځ هم روان ؤ۔وړومبي سېشن كښې په بحث كښې برخه اخستلو سره غړو ووئيل حكومت نے مشكل اقتصادی حالات باوجود ښه بجټ وړاندې كړې،په تمباكو دې ټیكس زيات كړې شي، زراعت ته دې خاص پام لرنه وكړې شي۔د خالي په ورځ قامی اسمبلۍ په غونډه كښې د رارواتن مالي كال 2023-24 په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره د مسلم لیګ (ن) د قامی اسمبلۍ غړي ریاض الحق ووئيل بجټ كښې د این ایچ اے او اوبو وسائلو لپاره د بيل ګړې شوي فنډز حجم كم دې،د اوبو وسائلو كښې د بندونو جوړول هم شامل دي،په دې شرح سره فنډز بيلولو سره لوي بندوننه به 10 نه تر 15 كلونو كښې بشپړ شي۔ده ووئيل په پاكستان كښې د اوبو كمې دې،مونږ له به د اوبو وسائلو تحفظ لپاره كار كول وي، توان د پاكستان مهمه مسئله ده، مسلم لیګ (ن) تير دور حكومت كښې 12 زره میګاواټه برېښنا په سسټم كښې شامله كړي خو په تير څلورو كلونو كښې په دې څانګه كښې كوم پیش رفت نه دې شوي،د دې په نتيجه كښې دا مهال په هېواد كښې لوډشیډنګ پيل شوې دے۔ده د توان په څانګه كښې د ګردشی قرضي ختمولو لپاره كوټلي تګلاري جوړولو په حادت زور راوړو۔ده د پی آئی اے، سټیل ملز او په خساره كښې روانو ادارو نجكارۍ تجویز وړاندې كړو۔
متعلقہ مضامین
-
18 fire engines extinguish factory fire in Karachi
-
Fog disturbs traffic flow
-
18 fire engines extinguish factory fire in Karachi
-
NETP to emerge as important player: Shibli
-
NETP to emerge as important player: Shibli
-
CCI meeting to discuss 7th census tomorrow
-
CCI meeting to discuss 7th census tomorrow
-
MoHR submits report pertaining human rights situation in jails
-
RCB asked to remove encroachments
-
NETP to emerge as important player: Shibli
-
NETP to emerge as important player: Shibli
-
Police to ensure protection of business activities: IG Punjab