اسلام آباد۔23مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د الېكشن كمېشن پرېكړه د پاكستان په ګټه ده ٬ الېكشن كمېشن معاشي ٬ سياسي او امنيتي وضعه په نظر كښې نيولو سره پرېكړه كړې٬ د آئین د آرټیکل 218 له مخې الېكشن كمېشن له دا باوري كول دي چې ټاكنې دې سپېځلې ٬ بې پرې او منصفانه وي٬ د آرټیکل 224 تقاضا ده چې د ټاكنو په وخت دې په وفاق او صوبائي اكائيانو كښې نګران حكومتونه وي۔ د زيارت په ورځ خپل بيان كښې دې ووئيل الېکشن کمېشن ټولو همكارانو سره مشاورت كولو څخه وورستو دا پرېكړه وكړه٬ دې پرېكړې سره به هېود كښې سياسي استحكام رامخې ته شي۔ دې ووئيل دا تحفظات وو چې د يو سړي د ضد د لاسه په دوه صوبو كښې په زبردستۍ ټاكنې كولې شي۔دې ووئيل كه په 30 اپرېل دوه صوبو كښې ټاكنې شوې وې نو هغه به متنازعه وې۔ كه په 30 اپرېل ټاكنې كېدې نو بيا به په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې 6 مياشتې وړاندې د صوبائي اسمبليو موده ختمېده۔ دې ووئيل الېكشن كمېشن خپلې پرېكړې سره هېواد لويې آئيني ستونزې څخه بچ كړے دے٬ دې سره به هېواد كښې سياسي استحكام رامخې ته شي۔ دې ووئيل په هېواد كښې د سړي سر شمېرې عمل روان دے۔ دې ووئيل په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د سړي سر شمېرې څخه وړاندې دې ټاكنې وكړې شي دا نه شي كېدې۔ آئين د يو سړي په مرضۍ نه شي چلېدې۔ كله چې وغواړي آئين مات كړي٬ كله چې وغواړي اسمبلۍ ماتې كړي٬ كله چې وغواړي په پوليس اهلكارو سرونه مات كړي٬ كله چې وغواړي په الېكشن كمېشن او عدالت بريد وكړي٬ كله چې وغواړي ټاكنې دې وشي او څنګه چې غواړي هغسې پرېكړې دې وكړې شي ٬ داسې به نه كېږي
متعلقہ مضامین
-
Health Minister Sindh opposes Pakistan Medical Commission Bill
-
Conspiracies against country, institutions to be foiled: Interior Minister
-
IHC to hear plea for banning Sharifs’ speeches
-
Siraj declares PPP, PML-N a ‘gang’ of ruling PTI
-
CM Murad urges Ulema to promote sectarian harmony
-
What has Pakistan offered in new Afghan visa policy?
-
PM to chair meeting of inter-ministerial nutrition council today
-
All villages across Punjab to get potable water: governor
-
Private schools deprive teaching and non-teaching staff of salaries
-
Private schools deprive teaching and non-teaching staff of salaries
-
India working to strengthen illegal occupation of IIOJK: Masood
-
Delay in promulgation of Punjab Free and Compulsory Act 2014 disappoints MPAs