اسلام آباد۔13فروری(اے پی پی) د رامخې ته كېدونكې ډیجیټل خپرونې نظام په اړه په يوه مذاكره كښې مقررينو د دې نظام مهمو ادارو ترمينځه د تړون په حاجت زور راوړ دې دغسې چې دې ته په اجتماعي توګه وده وركړې شي او دا په مثبت او تعميري ډول د اولس په غوره ډول خذمت وكړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د FMs سټریم چېنل او OTT پلېټ فارمز استازو په مذاكره كښې وكړه د كومې اهتمام چې پاکستان براډ کاسټنګ کارپورېشن د راديو نړيوالې ورځې دستورو په لړ كښې د ګل په ورځ رېډيو پاكستان هېډكوارټرز اسلام آباد كښې وكړو۔ د بېلو نجي اېف اېم چېنلز ٬ سټريم چېنلز او ټېكنالوجي كمپنيو مشرانو ٬ د زده كړو او روغتيا څانګو پوهانو په مذاكرانو كښې خپل د قدر وړ خيالات وړاندې كړل۔ د دوئي وېنا وه چې پرائیوېټ اېف اېم چینلز خلكو ته په فعاله ډول معلومات او د خوند پروګرامونه وړاندې كولو له راديو پاكستان سره د پروګرامونو او معلوماتو قيمتي ذخيرې څخه استفاده كولې شي۔ د اطلاعاتو سېكترې شاهيره شاهد دستورې ته خطاب كښې ووئيل راديو پاكستان او پاكستان ټېلي ويژن د اطلاعاتو او معلوماتو قيمتي اثاثه لري٬ د دې عام كولو له نظام وضعه كولې شي۔ دې په هېواد كښی د راديو پاكستان د پراخا رېنج ذكر كولو سره ووئيل د ډیجیټل ټېکنالوجی د لارې د خپرونې دې قومي ادارې د خپرونو آلاتو معيار لوړولې شي دغسې چې د آواز معيار ښه شي۔ د راديو پاكستان ډي جي طاهر حسېن په دې مهال د خپلو خيالاتو څرګنونه كولو سره ووئيل د ډیجیټل براډ کاسټنګ د نوې رجحاناتو تقاضا ده چې اړوندو ادارو ته دې وده وركړې شي۔ دستورې ته د اېف اېم 105 چيف اېګزېكټو ذوالفقار علي شاه هم خطاب وكړو۔ مذاكره په پی بی سی صوبائی هېډ کوارټرز لاهور’ کراچۍ’ پېښور ‘ کوئټه ‘ مظفر آباد او ګلګت كښې هم وشوه۔
متعلقہ مضامین
-
Ashrafi rejects US assessment of religious freedom
-
Year’s biggest robbery in Lahore
-
Three coal miners gunned down in Harnai
-
Kashmiri expatriates to get right to vote soon: AJK PM
-
Bails of Shahbaz, Hamza extended till December 11
-
82 new day care centres being set up in Punjab cities
-
Bails of Shahbaz, Hamza extended till December 11
-
Smoke Emitting Vehicles culprits for 45% pollution in Lahore: LHC
-
Steps being taken for protection of journalists rights, says Fawad
-
PM directs to accelerate clean air policy
-
Smoke Emitting Vehicles culprits for 45% pollution in Lahore: LHC
-
Steps being taken for protection of journalists rights, says Fawad