اسلام آباد۔11جنوری (اے پی پی) نړيوال بانك په مالي كال 2023 كښې د پاكستان په مجموعي قومي پېداوار (جي ډي پي) كښې د 2 فيصده نمو پېشګوئي كړې ده۔ دا خبره د نړيوال بانك لخوا په جاري كړې شوي نړيوالې اقتصادي منظرنامه كښې شوې ده۔ دې څخه وړاندې په اكتوبر كښې نړيواله بانك په خپلو جائزو كښې په جي ډي پي كښې د دوه فيصده نمو پېشګوئي كړې وه۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي چې د پاكستان معيشت ستونزو سره مخ دې٬ د زرمبادله پنګې كمې دي٬ مالي خساره او د تېر كال سېلاب د لاسه ستونزې لا سوا شوي دي۔ د تېر كال بارانونو او سېلابونو دلاسه كركيلې ٬ بنيادي اډانې او لائيو سټاك ته زيات زيان رسېدلے دے٬ كركيله د پاكستان د مجموعي پېداوار 23 فیصده او د روزګار په آسانيو وركولو كښې 37 فيصده څخه زياته ده۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي چې جون څخه تر دسمبر مياشتې د امريكائي ډالر په مقابله كښې د پاكستاني كرنسۍ په قدر كښې 14 فيصده كمې شوې۔ صارفينو لپاره د بنيادي شيانو په بيعو كښې ګراني د دسمبر په مهال په كلن بنياد د 24.5 فیصد كچې ته ورسېده۔ رپورټ كښې وئيلې شوي چې د راغلي اوسني سېبلاب د لاسه د پاكستان د مجموعي قومي پېداوار (جی ډی پی) 4.8 فیصده زيان شوے دے۔
متعلقہ مضامین
-
KKH maintenance work to start within a week: Mushtaq Ghani
-
Pakistan expects incoming Chinese envoy to promote business ties, boost CPEC
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
Army captain martyred in clash with terrorists