اسلام آباد 11جون (اے پي پي) وفاقي حكومت د راروان مالي كال 2021-22 بجټ كښې د سركاري څانګي پرمختيائي پروګرام ترمخه د نېشنل هائي ويز اتھارټي (اين ايچ اے ) 47 روانو او21 نوو پروژو لپاره په مجموعي توګه 114201.322ميليونه روپۍ بيلي كړي۔د جمعي په ورځ د منصوبه بندي كمېشن د اړخه جاري پي اېس ډي پي شميرې له مخي د اين ايچ اے 47 روانو سكيمونو لپاره بيلو روپو اندازه 99375.000 ميليونه روپۍ لګولې شوي ۔ په دې پروژو كښې سي پيك لويديزې راهدارۍ ژوب كچلاګ لپاره 5000 ميليونه ،نېشنل هائي وے اين۔70 راكھي ګج۔بيواټا 32.651 كلوميټره شرقي غربي سړك نظر ثاني شوي منصوبې لپاره 2000 ميليونه،لودھراں ملتان اين۔5 پراخه كولو او ښه كولو لپاره 2000 ميليونه روپۍ، د جګلوټ۔سكردو سړك اېس ون 157 كلو ميټر نظرثاني شوې منصوبې لپاره 10000ميليونه روپۍ، د جھل جھائو ۔بيله ډيپازټ ورك لپاره 1500ميليونه روپۍ ، د كراچۍ لاهور موټر وے ۔عبدلحكيم،ملتان۔سكھر، سكھر۔حيدرآباد لپاره د زمكي اخستو لپاره 4611.366ميليونه روپۍ بيلي شوي، په نورو روانو پروژو كښې دره خېبر اقتصادي راهدارۍ منصوبې لپاره 8541.528 ميليونه روپۍ، لاهور۔ملتان موټر وے اېم۔3 كراچۍ لاهور موټروے برخي جوړولو لپاره 3500ميليونه روپۍ بيلي شوي ٬ دغسې نورو روانو پروژو لپاره هم زيات فنډز اېښودلے شوے۔ دغسې 15 نوو پروژو لپاره 14375.000 ميليونه روپۍ پي اېس ډي پي كښې اېښودلې شوي۔نوي سكيمونو كښې د اين۔70 په اباسين غازي ګھاټ سيمه پل جوړولو لپاره 500 ميليونه،سوئي څخه كشمول كيرج سړك سكھر ملتان موټر وے سره تړلو منصوبې لپاره 15 ميليونه ،216 كلوميټره ګلګت شندور سړك جوړولو لپاره 2000 ميليونه ،هوشاب۔آواران۔ خضدار دويم پړاؤ كښې آواران۔نال 168 كلو ميټره سړك جوړولو لپاره 1500ميليونه ،اېم ون خشګئي انټرچينج جوړولو لپاره 250 ميليونه ،موټر وے اېم ټو كوټ پنډي داس انټرچينج جوړولو لپاره 200 ميليونه ،مالا كنډټنل فيزون جوړولو لپاره 250 ميليونه،اېم 4 تتے پورانټر چينج جوړولو لپاره 250 ميليونه، موجوده اين۔50 يارك۔ساګو۔ژوب پشمول ژوب بائي پاس دوه اړخيزه كولو او ښه كولو منصوبې لپاره 800 ميليونه روپۍ اېښودلې شوي۔ د راروان مالي كال بجټ كښې د سركاري څانګي پرمختيائي پروګرام ترمخه د اين ايچ اے نوو سكيمونو نه علاوه وي جي ايف سكيم ترمخه د بلټ آپريټ او ټرانسفر په بنياد چې كومي 6 پروژي شامل كړې شوي په هغي كښې بلكسر نه تر ميانوالي 119كلو ميټره موجوده كيرج وے بحالي او دوه اړخيزه كولو او پراخه كولو مهمه منصوبه هم شامل ده كومې لپاره چې 8000 ميليونه روپۍ تجويز شوي دي
متعلقہ مضامین
-
AJK president slams world’s silence over Indian repression in IOJK
-
Internationalisation of Indian farmers’ protests
-
PDM parties not on same page: Governor
-
Media has important role in protecting rights of special persons: President
-
Seven die as passenger van plunges into gorge in DG Khan
-
Abbottabad on top with highest Covid positivity ratio of 15.95%
-
Maryam, Bilawal agree to formulate joint strategy for PDM activities
-
KU VC inaugurates Karachi University Business Incubation Center
-
Ready to hold talks with ‘serious leadership’ of opposition: govt
-
Case filed against Karachi beauty salon for refusing to return money
-
Police ready to render every sacrifice to maintain peace: AIG Sultan
-
Tourism exchanges to help promote Pakistan-China cooperation