اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قریشي وئيلي دي چې پاکستان په خپله خاوره كومه غير ملكي اډه نه وركوي، دا زمونږ ښكاره پالیسي ده، افغانستان څخه غیر ملکي عسكرو ستنيدو عمل پيل شوي،44 فیصده امریکائي او اتحادي عسكر افغانستان څخه ستانه شوي ، د بشپړه ستنيدو لپاره 11 ستمبر نيټه اعلان شوي۔ د جمعې په ورځ په خپل بيان كښې خارجه وزير ووئيل په دې كښې هيڅ شك نشته ،افغانستان څخه د امریکائي عسكرو ستنيدل پيل شوي، 44 فیصده غیر ملکي عسكر ستانه شوي۔ده ووئيل د غیر ملکي اډو په اړه ډنډوري كيږي ، ما د سېنېټ په فلور شك لري كړي ٬ د خارجه دفتر ويان وضاحت کړې دې، په دې كښې نور څه ګنجائش نشته۔ پاکستان په خپله خاروه كومه پوځي اډه نه وركوي،زمونږ ښكاره پالیسی ده د كومي چې اعلان شوي دې۔ د دې باوجود كه څوك څه ډنډوري كوي نو دغه ټولي بې بنسټه دي۔ خارجه وزير ووئيل افغانستان دا مهال نازك پړاؤ كښې دې۔ ده ووئيل تيره ورځ د افغانستان او چین خارجه وزيرانو په دې سرخط مصالحت،غیر ملکي عسكرو ستنيدو نه پس د صورتحال او امن عمل په اړه تفصیلی خبري اتري كړي۔ما د افغانستان خارجه وزير له بلنه وركړي چې هغه راشي او په دې سرخط ، چې مونږ به مخ په وړاندي څنګه ځو؟، زمونږ تګلاره څه وي ؟، امن عمل به مخ په وړاندې څنګه بوتللې شي ؟،دوحه كښې چې څه خبري اتري شوي٬ هغه به مخ په وړاندې څنګه بوتللې شي ؟ په دې لړ كښې خبري اتري وكړي۔شاہ محمود قریشی ووئيل يو پلو د پاکستان کردار دومره تعمیري او مثبت دې ،او هلته ته مونږ ته تكليف وي كله چې د هغوي سیکورټي ایډوائزر دا ډول غير غیر ذمه واره بيانونه وركړي،دا نا مناسب دي
متعلقہ مضامین
-
Sindh to mark 2021 as year of trees: Nasir
-
Naya Pakistan housing project: PMRC, six banks sign pact to allay credit risks
-
Micro smart lockdown imposed in district West
-
Micro smart lockdown imposed in district West
-
BA speaker demands postponement of by-election on one Senate seat
-
Micro smart lockdown imposed in district West
-
QUACKERY & UNHEALTHY PAKISTAN
-
Pakistan, UAE enjoy historical ties: Shehryar
-
Views on state of economy are always without prejudice: SBP
-
Views on state of economy are always without prejudice: SBP
-
Pakistan, UAE enjoy historical ties: Shehryar
-
UNGA condemns terrorist attack on FC personnel in Harnai