اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د ډائريكټوريټ الېكټرانك مېډيا اينډ پبليكيشنز (ډي اي ايم پي) دوره كړې چرته چې ډي جي ډي اي ايم پي عمرانه وزير د اداري چارو ، تاريخي عكسونو نندارتون پشمول په بيلو چارو بريفنګ وركړے۔ د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل حكومتي اقدامات دې د ډاكيومنټري په صورت رامخي ته كړے شي۔ده ووئيل د هېواد قامي اتلانو خذمات نوي نسل ته رسولو لپاره ډائريكټوريټ آف اليكټرانك ميډيا اينډ پبليكيشنز په زړه پوري كردار لري۔ده ووئيل د كوويډ19 مخنيوي لپاره اين سي او سي د قدر وړ خذمات ترسره كړي،دغسې لاندي طبقو لپاره احساس پروګرام هم كاميابۍ سره روان دے ،د كوويډ په شان نړيوالي وباء مخنيوي لپاره د بيړي نوعيت اقدامات شوي۔ده ووئيل د اطلاعات او خپرونو وزارت به ډائريكټوريټ آف اليكټرانك ميډيا اينډ پبليكيشنز په جديد ډول روانولو له هر ممكن ګامونه پورته كوي۔ ډي جي ډي اي ايم پي عمرانه وزير ووئيل ډائريكټوريټ آف اليكټرانك ميډيا اينډ پبليكيشنز په اليكټرانك ميډيا د نشر شوو سركاري اشتهاراتو مانيټرنګ له كوټلے نظام جوړ كړے۔عمرانه وزير ووئيل ډيمپ 23 مارچ، 14 اګست، 25 دسمبر،27 اكتوبر او په 5 فرورۍ د قامي ورځو تاريخي عكسونو نندارتون او د پينټنګز سيالۍ هم منعقد كوي ۔دغسې ډائريكټوريټ آف اليكټرانك ميډيا اينډ پبليكيشنز خصوصي ډاكومنټري، پبليكيشنز او ملي نغمې هم جوړوي
متعلقہ مضامین
-
Another polio case reported in Balochistan, tally jumps to 25
-
Teachers arrested as protest near Bani Gala intensifies
-
12 LNG cargoes for January arranged to ensure load management
-
3,179 new coronavirus cases, 87 deaths reported across country
-
UN confirms its vehicle on patrol hit near LoC
-
PeH demands immediate release of Syed Muhammad Ashraf
-
Gymkhana lift 11th Royal Palm Team trophy
-
258 Pakistanis deported from Saudi Arabia
-
258 Pakistanis deported from Saudi Arabia
-
Masood seeks UNSC session on Indian attack on UNMOGIP vehicle
-
Pakistan-Kyrgyzstan Bilateral Relations
-
Firdous Says govt in talks with UK to bring political absconders back