دوشبنے۔30مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان، افغانستان سره خپلو تاريخي او د ورورولۍ پخوانو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ دا خبره هغه د نهې په ورځ دوشنبے كښې د 9م هارټ آف اېشیا استنبول پراسس غونډې په موقع افغان همڅنګ محمد حنيف آترم سره ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د افغان امن عمل په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو خارجه وزيرانو د هارټ آف اېشیا استنبول پراسس غونډې ستائنه كولو سره دا مثبت اړخ ته يو مهم ګام وګرځولو۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل پاكستان دا ګني چې د منطقې امن د افغانستان تل پاتي امن سره تړلے دے۔ هغه ووئيل نن په افغان امن عمل كښې د پاكستان د روغې جوړې كردار په نړيواله كچه ستائلے شي۔ خارجه وزير ووئيل د بېن الافغان مذاكراتو په صورت افغان مشرتابه د امن راوستلو يوه ځانګړې موقع لري۔ فریقېن له به دې موقعې نه ګټه پورته كولو سره دا خبرې اترې ګټورې جوړولو له جدي هڅې كول وي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل پاكستان به افغانستان كښې امن له د روغې جوړې خپل كردار په اخلاص سره ترسره كوي۔ افغان خارجه وزير په افغان عمل كښې د پاكستان د اخلاص نه ډكې هڅې ستائلو سره د پاکستان مشرتابه او د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشې په خاص توګه مننه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Outcome of GB polls hardly a victory for PTI, says Maryam
-
Govt again urges opposition to abandon public rallies due to spike in Covid cases
-
IHC disposes of plea challenging ban by NCOC on indoor events
-
FGEHA to auction commercial plots in federal capital
-
Self-Determination Rally against Indian Occupation in Kashmir
-
Pakistan marks Universal Children’s Day today
-
Self-Determination Rally against Indian Occupation in Kashmir
-
Self-Determination Rally against Indian Occupation in Kashmir
-
Marginalized segments: children of the lesser god?
-
Security of int’l waters being ensured, says naval chief
-
Opp should give up politics of stubbornness, says governor
-
Ahmadi doctor shot dead in Nankana Sahib