پېښور 26 مارچ (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي نن زمونږ د ټولو لپاره د خوشحالۍ ورځ ده ، 17 كاله پس سوات سيدو شريف هوائي ميدان فعاله شوے، په دويم پړاؤ كښې به نړيوال پروازونه هم پيل شي۔د تفصيلات تر مخه وفاقي وزير مراد سعيد د سيدو شريف هوائي ميدان پرانستي دستورې ته وينا كښې د هوائي ميدان په بحاليدو مباركي كښې ووئيل په دويم پړاؤ كښې به نړيوال پروازونه هم پيل كولې شي۔مراد سعيد ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قربانۍ وركوونكو ته پيرزوئنې وړاندي كوو، دير موټرے به هم انشاالله سږ كال جوړيږي دغسې د مالاكنډ ،سوات وګړو لپاره د درملني ويړيا آسانۍ به هم وركولې شي۔وفاقي وزير د وزيراعظم عمران خان ، د سي اي او پي آئي اے ارشد ملك ، د وزيراعلي خېبر پښتونخوا او وفاقي وزيرغلام سرور مننه كولو سره ووئيل د سيلګرۍ څانګي ته حكومت پام لرنه كوي او هغې لپاره ګامونه پورته كوي۔وفاقي وزير غلام سرور دستوري ته وينا كښې ووئيل نن د سوات سيدوشريف هوائي ميدان 17 كاله پس په بحاليدو خوشحاله شوي يو، سوات سره پخوانۍ خپلولي لرم۔غلام سرور ووئيل سوات كښې زلزله او سيلاب راغلي وؤ چې پكښې زيان هم زيات شوے ؤ ، د سوات وګړو د ترهه ګرۍ په مړانه مقابله كړي او لوئ زيان ئې پورته كړے او دغسې امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ په ضد د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره د دې سيمي امن بحال كړے ۔وفاقي وزير ووئيل د سيدو شريف هوائي ميدان په بحاليدو پي آئي اے هم د مباركۍ مستحق ده، سوات،مالاكنډ كښې به سيلګري او ايكسپورټ هم زيات شي ۔ ده ووئيل اوونۍ كښې به دوه پروازونه لاهور او اسلام آباد څخه سوات ته ځي راځي، پروازونه به زياتولې شي، د دې پروازونو سره به سوات لپاره سيمه كښې د پرمختګ نوي لاري پرانستلې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Open to dialogue with military establishment: Maryam Nawaz
-
Open to dialogue with military establishment: Maryam Nawaz
-
Days of sugar, wheat mafias are over: PM
-
Days of sugar, wheat mafias are over: PM
-
Days of sugar, wheat mafias are over: PM
-
Days of sugar, wheat mafias are over: PM
-
RLNG price notification by OGRA against laws: SNGPL
-
RLNG price notification issued by OGRA is in contravention with Petroleum Levy Ordinance 1961
-
Malik Amir Dogar appointed SAPM on political affairs
-
Malik Amir Dogar appointed SAPM on political affairs
-
Fed govt approaches court against move to term FIR against Capt (r) Safdar ‘fake’
-
Fed govt approaches court against move to term FIR against Capt (r) Safdar ‘fake’