اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي سعودي عرب دې د كشمير مسئلې حل لپاره خپل كردار ادا كړي٬د سعودي حكومت سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګورو٬هيله لرو چې دا اړيكې دې لا پراخه كړې شي ٬په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لپاره پراخه موقعې موجود دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د سعودي عرب سفير نواف بن سعد المالكي سره د ملاقات په مهال كړې۔په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو٬مهمو نړيوالو او سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د سعودي سفير د عدم اعتماد تحريك په مهال د سېنېټ لخوا په هغه د باور په څرګندونه د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني له مباركي وركړه۔د ملاقات په مهال د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو په وده كښې سېنېټ كردار ادا كولې شي۔سعودي عرب سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګورو۔ده ووئيل هيله لرو چې دا اړيكې به لا پراخه كړې شي۔ده ووئيل په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لپاره پراخه موقعې شته ۔ده ووئيل سعودي سرمايه كار په پاكستان كښې په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه استفاده كولې شي۔پاكستان او په خاص توګه په بلوچستان كښې په سرمايه كارۍ كښې په خوښۍ لرلو د سعودي حكومت او محمد بن سلمان مننه كوو۔ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې روان هندي ظلم د هند اصل مخ په ډاګه كړې۔ده ووئيل پاكستان د او آئي سي څخه غوښتنه كوي چې د كشمير مسئلې حل لپاره دې خپل كردار ادا كړي۔پاكستان او سعودي عرب كښې تل په نړيوال فورمز په شخړو امن ناكه هواري زور راوړی۔سعودي عرب دې د كشمير مسئلې حل لپاره خپل كردار ادا كړي۔په دې موقع د سعودي سفير ووئيل پاكستان د منطقې يو مهم هېواد دے۔د مسئلو حل د خبرو اترو د لارې لټولې شي۔سعودي عرب پاكستان سره خپل دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي
متعلقہ مضامین
-
PM approves five-day public holidays on Eid ul Azha
-
Sobia Khanum appointed as first-ever female SHO at Quetta
-
PM approves five-day public holidays on Eid ul Azha
-
ANF recovers 62.900 kg narcotics; arrests six accused
-
ANF recovers 62.900 kg narcotics; arrests six accused
-
After Punjab, Sindh also lifts restrictions on market timings for Eid ul Adha
-
Prices of sacrificial animals skyrocket ahead of Eid
-
Ambassador Masood Khan attends reception hosted by Blinken
-
Minister inaugurates Rescue 1122 service
-
KP CM grieved over death of 19 passengers in DI Khan road mishap
-
2,763 sanitary workers, 707 vehicles to carry out Eid operation
-
Ombudsman concerned over situation of pensioners