اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي د عراق د سپريم كونسل مشر شېخ ډاکټر حمام حمودي د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې ليدلي۔ په دې موقع اولس مشر د کشمیريانو د خپلواكۍ حق په بشپړه ملاتړ كولو د عراق د حكومت ستائنه او وې وئيل چې د مقبوضه كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اېجنډا موجود ده او هندي واكمن د مقبوضه كشمير د اوسني صورتحال د هند لخوا كشميريانو ته د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له ِمخې د خپلواكۍ حق وركولو نه د سرغړونې نتيجه ده۔ ده د كشمير كشالې فلسطين سره موازنه وكړه چرته دې د اسرائيل ځواكونو لخوا د بشري حقونو خلاف ورزۍ روانې دي۔ اولس مشر ووئيل د هندي مقبوضه كشمير اولس د هند د عاصبانه تسلط په ضد په هلو ځلو كښې بې مثال قربانۍ وركړې دي٬ كال 2018 د هندي مقبوضه كشمير په تاريخ كښې ډېر ناوړه كال تېر شوې چې پكښې هندي قابض پوځ د 500 نه زيات كشميريان شهيدان كړي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت په مقبوضه كشمير كښې د بنيادي بشري حقونو د خلاف ورزيو سخته غندنه كوي او او د كشميري اولس د هلو ځلو سیاسي، سفارتي او اخلاقي ملاتر به روان ساتي۔ په دې موقع ډاكټر حمام حمودي ووئيل د كشمير كشاله يوه انساني سانحه ده او د اولس غږ د طاقت په زور تر زيات وخت غلې نه شي ساتلې كېدې٬ منطقه كښې امن استحكام لپاره د كشمير مسئلې حل ضروري دې۔ ډاكټر شېخ حمام حمودي مقبوضه كشمير د اولس د خپلواكۍ حق تل بشپړه وكالت كړې٬ ده د آزاد جمو كشمير او په لائن آف كنټرول د چكوټهي سيمې هم دوره وكړه او هلته ئې په مقبوضه كشمير كښې كشميري كډالو سره ملاقات وكړو او دې دورې سره ده ته په آزاد جمو كشمير او هندي مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د صورتحال موزانې كولو موقع په لاس وركړې۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې موجود دي كوم چې په شريكه عقيده٬ كلتور او ورثه آډانه دي خو د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي روابط د حقيقي صلاحيت له مخې نه دي۔ اولس مشر په عراق كښې د بيا روغونې په روان عمل كښې د پاكستان لخوا د خدماتو وړاندېز وكړو او دې سره سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سېلګرۍ ودې او په اولسي كچه د رابطو زياتولو په حاجت زور راوړلې شو او ووئيل شول چې د په دې لر كښې د زده كوٶنكو د پلاويو تبادلې ګټورې ثابتېدې شي۔ شېخ ډاکټر حمام حمودي د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو زياتولو ضرورت تسليمولو
متعلقہ مضامین
-
NH&MP starts implementing strategy for smooth traffic flow
-
Nominations invited for 2023 Zayed Award for Human Fraternity
-
Several hit by gunshots, one arrested at Copenhagen mall
-
19 killed as bus falls into ravine in Balochistan
-
Shehbaz wants closed units restarted to end power cuts
-
Saudi Arabia welcomes 1 million for biggest hajj pilgrimage since pandemic
-
Man caught while stealing railway’s track material
-
Medical board report reveals age of Dua Zehra between 15-16 years
-
BAP leader Ehsanullah Reki sworn in as State Minister
-
PM orders to review load-shedding policy for factories that rely solely on gas
-
PM holds PTI responsible for electricity loadshedding
-
ICT to send profiteers to jail directly