اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر ملیحه لودھي د اقتصادي او سماجي کونسل نائب صدره ټاكلې شوې ده٬ 54 كسيزه كونسل دې چوكۍ لپاره د ډاكټر مليحه لودهي تائيد كړې٬ اقتصادي او سماجي كونسل د نړيوالې ادارې يوه مهمه معاشي څانګه ده۔ په دې لړ كښې د زيارت په ورځ د انتخاب په شوي عمل كښې دا هم نائب صدرانو كښې منتخب كړې شوه ۔ د ناروے سفیره مونا جول د اقتصادی او سماجي کونسل صدره ټاكلې شوې او په نورو نائب صدورو كښې د آرمينياء مهر مارګريان او د لاطينې امريكې څخه د مېكسيكو جوآن سانډوال شاملې دي او دغسې افريقائي منطقې څخه به د څلورم نائب صدر انتخاب وروستو كېږي۔ نائب صدره د ټاكلې كېدو نه پس مليحه لودهي ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل دې مهمې ادارې لپاره زما انتخاب په پاكستان او د ھعې د سفيرانو په صلاحيت د نړيوالې ورورولۍ د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل پاكستان تل د ملګرو ملتونو په اقتصادي او سماجي هلو ځلو كښې برخه اخستې۔
متعلقہ مضامین
-
Democratic process can’t be completed without holding transparent elections: Shazia Marri
-
Wearing of face mask declared mandatory at Sindh Secretariat
-
Minister vows to resolve problems of overseas Pakistanis
-
Wearing of face mask declared mandatory at Sindh Secretariat
-
Engro and PCB sign MoU for cricket coaching project
-
EBM wins RoSPA Silver Award for excellent on-site health standards
-
Sherry calls for activating Pak-UAE MoU between Pakistan, UAE on environment
-
Timely conclusion of development projects top priority: Ziaullah
-
Heavy rain to cause flash flooding, trigger landslides
-
Sindh sets up online data portal for educational institutions
-
Doctors warn people who sleep in presence of light
-
New discovered gene can increase risk of Alzheimer’s in women