اسلام آباد 24 مئی (اے پی پی) وزیرِاعظم عمران خان سره د ایکسپو 2020ء تھیم کمېټۍ غړو د كراچۍ په كورنر هاؤس كښې ليدلې دي۔ ایکسپو 2020ء به په دبئۍ كښې كېږي چې پكښې 190 هېوادونه ګډون كوي۔ په ملاقات كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعیل، د سمندري چارو وفاقی وزیر علی زیدی، د تجارت وزير عبدالرزاق داؤد، د ټریډ ډویلپمنټ اتھارټی سيكتر صالح فاروقی، د ټریډ ډویلپمنټ اتھارټی ډائریکټر جنرل سیّد رفیع بشیر شاہ او د تھیم کېټۍ غړي موجود ؤ۔ په غونډه كښې وزیرِاعظم ته د ایکسپو 2020ء په لړ كښې روانو تیاریو او په دې لړ كښې د بيلو څانګو ترمينځه رابطو او کوآرډینېشن په اړه خبر كړې شو۔ په دې مهال وزیراعظم ووئيل لوے څښتن پاکستان له ګڼ نعمتونه او صلاحیتیونه وركړې دي، د معیشت روایتی او غیر روایتی څانګو كښې د پاکستانی مصنوعات نه علاوہ هېواد كښې د سېګرۍ زيات صلاحیت شته د كومې په اړه چې په نړيواله كچه خبرتيا ته اړتيا ده۔ده ووئيل حاجت د دې خبرې دې چې د پاکستان صلاحیتونه او بيلو څانګو كښې پوهه دې په نړيواله كچه رامخې ته كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل ایکسپو 2020ء به د پاکستانی مصنوعات او سېلګرۍ څانګې په سيمه ايزه او نړيواله كچه رامخې ته كولو كښې ښه پلیټ فارم وركړي، د دې پلیټ فارم څخه به بشپړه استفادہ کولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Javed praises excellent performance of NAB KP
-
54 students held for using unfair means in annual examinations-2022
-
Govt plans to expand child protection institutes in all major cities: Pirzada
-
Saudi Arabia mulls extension of $3bn deposit to Pakistan
-
Future of work, workman and workplace: The FoW3 9R Model
-
3 constables die in Attock road crash
-
Federal cabinet approves Election Amend Bill 2022
-
IHC asks authorities to produce five missing persons
-
Recovery of arms from PTI leader’s house shows real intentions: CM
-
IHC asks authorities to produce five missing persons
-
Imran Khan committed contempt of court: Rana Sanaullah
-
IHC summons Mir Shakeel for publishing anti-judiciary ads