اسلام آباد 15 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به په21 م او 22 م اپرېل د ايران سركاري دوره كوي ٬وزيراعظم ته د دې دورې بلنه د اسلامي جمهوريه ايران اولس مشر حسن روحاني وركړی۔ دا به د عمران خان د ايران وړومبۍ دوره وي ٬وزيراعظم عمران خان به تهران ته د تګ په مهال مشهد كښې مختصر قيام هم كوي۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به د ايران سپريم ليډر سيد علي خامنائي سره ملاقات سره سره اولس مشر حسن روحاني سره هم خبرې اترې كوي۔ وزيراعظم عمران خان سره د خزانې٬ د بشري حقونو٬ بحري چارو٬ بين الصوبائي رابطه وزيران٬ د تجارت صلاحكار٬ توان لپاره ټاسك فورس٬ سمندر پورې غاړه پاكستاني او بشري وسائلو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ااو نور سينئر چارواكي هم وي۔ وزيراعظم به په ايران كښې د ايران او پاكستان د كاروباري ورورولۍ غړو سره هم ملاقات كوي۔ د پاكستان او ايران ترمينځه نزدې تاريخي او كلتوري روابط او د اولس په كچه قوي اړيكې موجودې دي ۔ د پاكستان او ايران اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) او اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي)هم غړی دې۔ د وزيراعظم عمران خان د ايران دورې سره به د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي
متعلقہ مضامین
-
IPC minister in Uzbekistan to attend SCO Summit
-
Pakistan’s national pavilions open in Beijing
-
IPC minister in Uzbekistan to attend SCO Summit
-
Unauthorized civil works compromise personal safety & infrastructure: KE
-
‘Cultural diversity key to development’
-
‘Cultural diversity key to development’
-
LHC issues notice to Punjab govt on plea challenging dismissal of 19 law officers
-
Army befittingly performed constitutional role both in war & peace: speakers
-
Relations with India ‘complicated’ by New Delhi’s abuses in Kashmir
-
Imran’s misogynist remarks about Maryam Nawaz sparks outrage
-
PM seeks businessmen’s help to pull country out of mess
-
Pakistan Army sets up 27 heatstroke relief centres in heatwave-hit areas