اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی)د پاكستان تحريك انصاف د اطلاعات مركزي سېكتر عمر سرفراز چيمه وئېلي دي نواز شريف٬آصف علي زرداري او مولانا فضل الرحمان په ټرائيكا رياستي ادارو د بريد كولو په تيارو كښې بوښت دي٬شريفو او زردارو سره د عدالت وړاندې د خپلې صفائۍ لپاره د وئېلو هېڅ نشته٬مولانا فضل الرحمان په ټاكنو كښې د ماتې خوړلو بدل د قام او رياستي ادارو څخه اخستل غواړي٬ښكاره كول غواړو چې د هر سازش به ځواب وركولې شي۔د نهې پھ ورځ د مركزي مېډيا ډيپارټمنټ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د مسلم ليګ(ن)٬ پاكستان پيپلز ګوند او جمعيت علماﺀ اسلام ترمينځه په نزدې اړيكو خپل غبرګون كښې ووئيل آصف علي زرداري ا و مولانا فضل الرحمان په ستره محكمه بريدونه كوي(ن)ليګي د تجربو څخه ګټه پورته كول غواړي۔وړومبې بلاول او اوس مولانا فضل الرحمان په دې اړه نوازشريف سره مشورې كولو له رسېدلې ۔عمر چيمه ووئيل بلاول د نواز شريف سره د ملاقات نه وروستو عدالت ته چې وړاندې شو نو پيپلز ګوند په نېب عدالت٬پوليس او خبريالانو بريد وكړو۔ ده ووئېل نېب جې د جمزه شهباز د نيولو هڅه وكړه نو د نېب په ډلې تشدد وكړې شو ۔ده ووئيل اوس مولانا فضل الرحمان د نواز شريف څخه هدايات اخستو له رسېدلې چې راتلونكې بريد كله او په كوم ځاې كول دي٬ ده ووئېل قمرزمان كائره دړكې وركوي چې د تېرې پيشۍ په مهال څه شوي هغه ټريلر ؤ ٬راتلونكې به د دې څخه څخه زيات وي۔عمر چيمه ووئيل نواز شريف٬آصف علي زرداري او مولانا فضل الرحمان په ټرائيكا رياستي ادارو د بريد كولو په تيارو كښې بوښت دي
متعلقہ مضامین
-
Decision won’t affect Punjab govt: PML-N
-
Army befittingly performed constitutional role both in war & peace: speakers
-
Govt ‘reviving’ NACTA, reviewing NAP to counter terror: Marriyum
-
Army befittingly performed constitutional role both in war & peace: speakers
-
Police conduct search operation around Imran Khan’s residence in Bani Gala
-
Pakistan Army sets up 27 heatstroke relief centres in heatwave-hit areas
-
Imran’s misogynist remarks about Maryam Nawaz sparks outrage
-
Model Neha Rajpoot, Shahbaz Taseer welcome first child
-
Imran’s misogynist remarks about Maryam Nawaz sparks outrage
-
Zardari, Fazl propose solution to the current crisis
-
NDMA provides firefighting equipment to Balochistan govt
-
NDMA provides firefighting equipment to Balochistan govt