اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان نړۍ كښې د اوبه خور تر ټولو لوئې نظام لرونكې هېواد دے ولې د فعاله پالېسيو او انتظام نشتوالي لامله د اوبو كمي سره مخ دے۔ ده دا خبره د آبي وسائلو سېكتر عرفان علي او د واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن لخوا د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د وركړې كېدونكي بريفنګ په مهال وكړه۔ اولس مشر ووئيل اباسين په تاريخي توګه د سندھ د تهذيب مهمه ستن پاتې شوې ولې نن د پاكستان آبي معيشت د اوچېدو خطر سره مخ دے ولې چې سړي سر مېشته اوبه كومې چې كال 1951ء كښې 5260 مکعب میټره وې كال 2016ء تر ي1000 مكعب ميټر ته راغلې۔ ده ووئيل په كال 2025ء كښې د دې تر 860 مکعب میټره كمېدو امكان دے۔ ده ووئيل پاكستان د ماحوليات بدلون څخه متاثره كېدونكې د نړۍ په 10 اولنيو هېوادونو كښې شامل دے۔ ده ووئيل پخوا د اوبو وسائلو څانګې منصوبو ته په سياسي كچه كم پام ګرځولې شوې چې لامله ئې پي اېس ډي پي 13 فيصده څخه مالي كال 2017-18ء كښې 3.7 فیصده پاتې شوې۔ اولس مشر په دې خبره زور راورو چې قامي آبي پالېسۍ كښې د اوبو كارولو او د ترجيحاتو تعين ، د آبي وسائلو پرمختګ ٬ د موسمیاتی بدلون اثر ، د پولې دواړو اړخونو ته د اوبو شيئرنګ په ډول چارو ته خاص پام لرنې او په وخت عملدرآمد ته اړتيا ده ٬ دغسې چې په ټولنه ئې ګټور اغېز اوشي۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې په قامي آبي پالېسۍ كښې په وضعه كړې شوو ستراتيجيكي ترجيحاتو په بشپړه ډول او فعاله توګه عملدرآمد دې وكړې شي دغسې چې ګرد هېواد كښې د آبي وسائلو انتظام باوري كړې شي۔ ده ووئيل په راتلونكو 12 كلونو كښې د ټاكلې شوو آبي هدفونو ترلاسه كولو په صورت د اوبو پياوړې نظام ترلاسه كېدې شي
متعلقہ مضامین
-
No change in Pakistan’s policy on trade with India: Commerce ministry
-
Women should get equal rights including education: Senator Samina
-
Cheema refuses to go home, warns of deepening crisis
-
Govt committed to provide best health facilities to children: Shazia Marri
-
Women should get equal rights including education: Senator Samina
-
IHC directs NA speaker to review social media laws drafted by PTI
-
CAS visits PAF Air War College Institute
-
British High Commissioner meets Hamza, vows to continue cooperation
-
CAS visits PAF Air War College Institute
-
British High Commissioner meets Hamza, vows to continue cooperation
-
Cabinet to decide on Imran’s long march
-
Bhong temple case: court jails 22 for five years