اسلام آباد ۔ 4 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان او لکسمبرګ د احترام او مرستې اړيكې لري۔ دوه اړخيزه تجارت كښې زياتوالې له به ګامونه پورته كول وي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ پاكستان لپاره د لكسمبرګ غوره كړې سفير سره ملاقات كښې وكړې۔ د لكسمبرګ سفير مارك هوباك ايوان صدر كښې يوه دستوره كښې اولس مشر ته خپل سفارتي سندونه هم وړاندې كړل۔ دې څخه وروستو سفير اولس مشر سره ملاقات وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې اولس مشر ووئيل د پاكستان او لكسمبرګ ترمينځھ اړيكې په دوه اړخيزه احترام او مرسته اډانه دي۔ حاجت د دې خبرې دې چې د دواړو هېوادونو د تجارانو او سرمايه كارو ترمينځھ رابطو ته وده وركولو له نوې لارې ولټولې شي۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان حكومت سرمايه كار دوسته پالېسۍ معارفي كوي۔ په سرمايه كارۍ ټېكسونو كښې رعايت او سرمايه كارۍ څخه د ترلاسه شوو ګټو واپس كولو له هم آسانۍ وركړې شوي ۔ د دې ګامونو په سوب پاكستان بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره يو مهم او زړه راكښونكې مركز جوړېږي۔ ده ووئيل د يو مهم اقتصادي مركز په توګه لكسمبرګ دې موقعو څخه ګټه پورته كولې شي۔ اولس مشر د ملګرو ملتونو په شمول په بېلو نړيوالو فورمونو د دواړو هېوادونو ترمينځھ د مرستې په موجوده كچه د اطمينان څرګندونه وكړه او د اروپا او ناټو سره په اړوندو چارو كښې د لكسمبرګ كردار وستائلو۔ د لکسمبرګ سفير د اولس مشر مننه وكړه او هيله ئې ولرله چې سباؤن كښې به دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي۔
متعلقہ مضامین
-
‘The New PM’ of Pakistan Shehbaz Sharif to Meet President Arif Alvi today: sources
-
IHC orders to issue details of toshakhana gifts received by Imran Khan
-
Pak-US constructive engagements to promote regional peace: President
-
Govt striving to steer country out of economic crisis: Marriyum
-
Modi’s visit amounts to rubbing salt into Kashmiris’ wounds: AJK PM
-
Modi’s visit amounts to rubbing salt into Kashmiris’ wounds: AJK PM
-
Open court held at Federal Ombudsman
-
PDMA for mitigation measures for monsoon season
-
Arrangements finalized for Youm-e-Ali (RA)
-
7,918 cases registered against kite flying, aerial firing in Punjab
-
Commissioner for expediting raids to curb artificial inflation
-
Govt expedites construction work on Naulong dam in Jhal Magsi