اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) د تعليم او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د ايجوكېشن پالېسۍ نوې فرېم ورك جوړ كړې شوې۔ د تعليم په حقله د ټولو په مشاورت مخ په وړاندې روان يو۔ ده دا خبره د شورؤ په ورځ تعليم او تربيې لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه كښې وكړه۔ د قائمه كمېټۍ دا غونډه د سناتورې راحيله مګسي په مشرۍ كښې پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه۔ وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل مونږ د ايجوكېشن پالېسۍ نوې پرېم ورك جوړ كړې۔ د تعليم په حقله مونږ صوبې د ځان سره روانې كړې دي۔ ده ووئيل د آرټیکل 25 Aپه رڼا كښې د تعليم ذمه واري د وفاقي حكومت ده۔ په دې مهال د قائمه كمېټۍ مشرې راحيله مګسي ووئيل په دې معامله به د صوبو باور تر لاسه كولې شي ۔ په غونډه كښې د اېريا سټډيز سنټر په معامله هم بحث وكړې شو۔ سناتور مظفر حسېن شاہ ووئيل اېریا سټډی سنټر د تعليم وزارت څخه خارجه وزات ته وركړې شوې ۔ په اېریا سټډی سنټر كښې شوې بدلون دې بېرته واخستلې شي۔ په دې معامله وفاقي وزير د خپلو تحفظاتو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د اېریا سټډی سنټر فنډنګ د اېچ آئی سی د لارې كېږي۔ ده ووئيل كله څخه چې اېچ آئي سي فنډنګ كوي نو كاركردګۍ ښه شوې ده۔ د اېم فل او پي اېچ ډي سكالرانو شمېره زياته شوې۔ دغسې كمېټۍ معامله تر راروانې غونډې وځنډوله۔
متعلقہ مضامین
-
FCA to meet on March 31 to review output of Rabi crops
-
PM arrives at Dir Lower
-
PM arrives at Dir Lower
-
Girl killed for refusing marriage proposal in Takhtbhai
-
Usman Mirza accuses a debtor of implicating him in couple harassment case
-
Women playing pioneering role at NUMS by heading its many departments
-
Women playing pioneering role at NUMS by heading its many departments
-
Government confident & firm on political front: PM
-
PCRWR signs agreement to transform water sector
-
China’s model of governance is people-centric: Pakistani envoy
-
Over 5200 personnel to perform security duties during Pak VS Australia test match
-
China’s model of governance is people-centric: Pakistani envoy