اسلام آباد ۔ 22 جنوری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي په راروانه 5 كلنه منصوبه كښې به پرمختګ او د كركيلې سېكټر په نوو بنيادونو ودرولو ته خاص پاملرنه كولې شي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د كركيلې سېكټر پرمختګ په اړه د يوې مشاورتي غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ د خوراك قامي تحفظ وفاقي وزير صاحبزاده محبوب سلطان ٬ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډ پور ٬ د وزيراعظم وياند افضل چن، د قامي اسمبلۍ غړي ابراهيم خان او د دواړو وزارتونو مشرانو چارواكو هم غونډه كښې ګډون وكړو۔ خسرو بختيار ووئيل د كركيلې سېكتر پرمختګ او دا په نوو بنيادونو اودرولو له به د ټولو اړوندو ډلو سره په مشاورت د لنډې او اوږدې مودې تږلاره جوړولې شي۔ ده ووئيل د كركيلې سېكټر د هېواد په مجموعي پېداوار كښې مهم كردار لري او موجوده حكومت د كركيلې سېكټر پرمختګ ته خاص پاملرنه كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل په تېر وخت كښې تحقيق ٬ پرمختګ او د نوي فارمنګ څانګو ته پام نه دے شوې ولې موجوده حكومت د دې څانګو پياوړتيا له د خصوصي وسائلو كارولو پرېكړه كړې ده
متعلقہ مضامین
-
Church leaders slam Peshawar attack, urge nation to unite against terrorism
-
FUI Teams attends opening ceremony of Kamyab Jawan Sports Gala
-
Punjab Ombudsman constitutes working group on child abuse
-
Japanese embassy, IPRI hold webinar on ‘Afghanistan and South Asia’
-
Azhar Abbas elected AEMEND President, Hafiz Tariq Mahmood Secretary General
-
PECA Ordinance curbs media, people’s freedom: AEMEND
-
FUI Teams attends opening ceremony of Kamyab Jawan Sports Gala
-
‘Coward’ PM can’t frighten opp with PECA and NAB
-
OIC Secretary General condoles loss of lives in Peshawar blast
-
OIC Secretary General condoles loss of lives in Peshawar blast
-
‘Coward’ PM can’t frighten opp with PECA and NAB
-
Pak Embassy evacuates 1,476 nationals from Ukraine