اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې ټول قوم خپل محسن ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوي٬ قائداعظم محمد علي جناح د آئين او قانون په حكمرانې كامل باور لرلو۔ د نهې په ورځ د بابائے قوم د ولادت ورځې په موقع په خپل پېغام كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې قائد داسې پاكستان غوښتلو چرته چې هر كس د خپل مذهب٬ عقيدې او سوچ له مخې ژوند تېر كړے شي۔ ده ووئيل چې د انتهاخوښې سوچ د قائد د فكر منافي دے۔ بابائے قوم په پاكستان خپل هر څه قربان كړي دي۔ پاكستان او نظريه پاكستان امانت دے٬ د دې حفاظت وطن سره د مينه لرونكي هر يو كس قومي فريضه ده۔ ده ووئيل چې د پاكستان شهيدانو لپاره نن ټول قوم دعاګانې كوي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې نن د پاكستان بهادر وسله والو ځواكونو٬ امنيتي ادارو٬ پوليسو ٬اېف سي او قانون نافذ كوونكو ادارو ته هم پېرزوينه وړاندې كوم كومو چې په خپله وينه د دې خاورې د امن ډيوې بلې كړې دي۔ ده ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح د اصولو علامت و۔ عمران خان د قائد د اصولو په رڼا كښې نوې پاكستان جوړوي۔ ده ووئيل چې د قائداعظم د پاكستان په امانت كښې خيانت كوونكي د كوم ډول رعايت حقدار نه دي۔ ده ووئيل چې اولس غريب كولو سره د خپلو محلونو جوړونكو د حساب ورځ راغلې ده۔
متعلقہ مضامین
-
5-days anti-polio campaign kicks off in KP today
-
Pak Ambassador congratulates China on successful holding of Winter Olympics
-
Pakistan reports lowest COVID-19 positivity ratio since January 8
-
Pakistan Navy participates in International Maritime Exercise 2022
-
Pakistan Navy participates in International Maritime Exercise 2022
-
Babar Azam expresses his concerns on Karachi Kings performance
-
Babar Azam expresses his concerns on Karachi Kings performance
-
Kasur police arrests 25 criminals
-
No minority candidate files nomination paper for LG polls in six districts: EC
-
Four more dies,32 new Corona infections in RWP
-
New spell of rains, snowfall in KP from Feb 21 to 25
-
HBL PSL 2022: Kohli’s fan shows love at Gaddafi stadium Lahore