رياض 20 دسمبر (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د پلاوي سره د شاه سلمان امدادي او فلاحي مركز دوره كړې ده ۔د كے اېس رېليف مشر ډاكټر عبدالله الرابيح د پلاوي هركلے وكړو او هغوي له يې د تظيم په كاركردګۍ او مقاصدو بريفنګ وركړو۔ده ووئيل د دې ادارې بنيادي مقصد په ټوله نړۍ كښې د اعلٰی سعودي رواياتو له مخې د انسانيت بچ كېدو لپاره د مرستې كاروائي كول دي۔پلاوې د كے اېس رېليف په ټوله نړۍ كښې د روانو هلو ځلو او اقداماتو څخه خبر كړې شو۔پلاوي ته ووئيل شول په يمن كښې كے اېس رېليف تراوسه د 2 اربه ډالره مرستې كاروائي كړی۔د سېنېټ چيئرمېن د سعودي د بشري خواخوږۍ جذبه وستائېله۔په دې موقع د سعودي د اړخه پاكستان له د 2005 د زلزلې نه پس وركړې شوې مرسته خوشبينه كرځولو سره ووئيل دا د سعودي عرب د انساني همدردۍ ښكاره ثبوت ؤ ۔د سېنېټ چيئرمېن كے اېس رېليف له په پاكستان كښې د خپلو هلو ځلو زياتولو بلنه وركړه او هغوي له يې د حكومت د اړخه د بشپړه ډاډګيرنې باور هم وركړو
متعلقہ مضامین
-
46 corona patients under treatment in Khyber Teaching Hospital: Spokesman
-
Bill Gates optimistic about ending polio in Pakistan
-
IHC orders probe into alleged torture on Mohsin Baig
-
Indian troops martyr one Kashmiri youth in Shopian
-
PTI govt believes in good governance: Farrukh Habib
-
Govt opens computerized revenue centers to serve people: Ashraf Rind
-
Youth shot dead by unidentified persons
-
Police recovers minor kid abducted for ransom, four kidnappers netted
-
Rescue 1122 becomes source of pride for Pakistan: Dr Faisal
-
Police recovers minor kid abducted for ransom, four kidnappers netted
-
South Punjab Secretariat to help solve people’s problems at their doorsteps
-
PM invites Austrian Chancellor to visit Pakistan