اسلام آباد 10 دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري وئېلي دي حكومت د بهر مېشته پاكستانيانو لخوا په ترسيلات زر كښې زياتوالي لپاره د قانوني ذريعو د لارې پیسې پاكستان ته په رالېږلو كار كوي٬د بانكونو مشكل ټرانزېكشن سسټم به آسانولې شي۔پھ دې وخت كښې د 15 اربه ډالرو نه زياتې پېسې د هنډي سسټم د لارې پاكستان ته رالېږلې كېږي۔ده دا خبرې اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل هغه د بهر مېشته پاكستانيانو مننه كوي كومو چې په خواري كولو سره د روان كال په وړومبنو دريو مياشتو كښې د 7419.98 ملينه ډالرو ترسيلات زر پاكستان ته رالېږلې دي۔ده ووئيل هر كال بهر مېشته پاكستانيانو 20 اربه ډالره په قانوني طريقه پاكستان ته رالېږلې دغسې 15 اربه ډالره د هنډي د لارې رالېږلې كېږي۔ده ووئيل حكومت داسې اقدامات كوي چې بهر مېشته پاكستانيان په آسانه خپلې پېسې پاكستان ته راولېږي۔په دې لړ كښې د بانكونو سخت پړاؤنه آسانولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
K-3 nuclear power plant likely to achieve COD by March
-
Punjab CM condemns ban on hijab-clad female students in India
-
West’s suspicion about CPEC, Gwadar projects ‘makes no sense’: PM
-
COVID-19: Pakistan logs 3,914 new cases, 47 deaths in a day
-
Pakistan sends over 3000 medical staff to Kuwait soon
-
Pakistan sends over 3000 medical staff to Kuwait soon
-
Senate body for setting LPG air-mix plants in remote areas
-
Covid-19: 13 more deaths, 1,802 new cases reported in Punjab
-
Senate body discusses dual citizenship of bureaucrats
-
Ombudsman provides relief to BDS student in Karachi
-
Haleem condemns harassment of PUMHS student
-
Kashmiri freedom fighter Maqbool Butt’s 38th martyrdom anniversary today