اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي اطلاعات ته رسنه او سپېځلتيا باوري كولو لپاره به وفاق او پنجاب كښې انفارمېشن كمېسون په څو ورځو كښې بشپړ كړې شي٬ کمېسون جوړېدو سره به په آر ټي آئي قوانين عملدرآمد لا ګړندې او كوټلې شي٬ پخواني حكومت په نړيواله كچه لوظنامې او ټهېكې د سپېځلتيا نشتوالي په سبب د اولس نه پټ ساتلې ٬ هر كله چې د پلټنو خبره كېږي رېكارډ هور واخلي٬ جمهوريت كښې اطلاعات ته د رسنې قانون د يو ستن حېثيت لري٬ حكومت په خود احتسابۍ باور لري٬ د خېبرپښتونخوا نه پس په وفاق كښې هم وسل بلور اېكټ وړاندې كولې شي چې له مخې به ئې كرپشن يا بدعنوانۍ ٬ لوټ كړې قامي دولت په ګوته كوٶنكو ته 20 فيصده وركولې شي او د ھغه نامه به هم پټه ساتلې شي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسن دا خبرې د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزارت او د سسټېن اېبل سوشل ډويلپمنټ آرګنائزېشن (اېس اېس ډي او) په اشتراك سره د آر ټي آئي نړيوالې ورځ په مناسب د پي ټي آئي حكومت سپېځلتيا او اطلاعات ته د رسنې وژن په سرخط سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د اېس ېس ډي او سيد كوثر عباس ٬ اېګزېكټو ډائرېكټر مريم سره نورو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل جمهوريت كښې آر ټي آئي پلر او سنګ ميل حېثيت لري٬ اولس ته د هر څه معلومات پكار دي او اولس له د اولسي ګټې تر معاملو رسنه پكار ده٬ اطلاعات ته رسنه يو مهمه قانون سازي ده او په دې لړ كښې پي ټي آئي په خېبر پښتونخوا كښې د آر ټي آئي پحقله د ټولو نه وړاندې قانون سازي كړې وه ډه زياته كړه د ټولو نه وړاندې انفارمېشن كمېسون خېبر پښتونخوا كښې بشپړ شوې چې د آر ټي آئي عملدرآمد لپاره فعاله كردار لوبوي۔ ده ووئيل اوسنې حكومت وفاق او پنجاب كښې په ترجيحي بنيادونو د انفارمېسن كمېسون بشپړتيا لپاره كار كوي او په راتلونكو څو ورځو كښې به كمېسون بشپړ شي ۔ ده ووئيل د كمېسون بشپړېدو نه پس به د اولس هر ډول اطلاعات ته رسنه ممكن شي۔ وفاقې وزير ووئيل په تېر دور كښې د پيپلز ګوند په يوه ورځ كښې 800 كسان په راډيو پاكستان كښې رېګولر كړې شوي او ورسره ئې د 1996 ملازمان سره د بقاياجاتو بحال كړي چې ورسره په راډيو پاكستان د يو كروړ اضافي بوجه راغلې۔ ده ووئيل وټس اېپ دومره لوي نظام دے كوم چې په ټوله نړۍ كښې چلېږي خو دا سسټم يوازې شل كسان چلوي۔ وفاقي وزیرچوهدري فواد حسېن ووئيل خېبر پښتونخوا كښې وسل بلور اېكټ لاګو كرې شو كوم چې كامياب ٶ اوس په وفاق كښې هم وسل بلور اېكټ وړاندې كوٶ٬ د وزیراعظم په امر جوړ كړې اېنټي كرپشن يونټ لوټ شوې دولت بېرته راوړلو لپاره كار كوي ٬ ده ووئېل وسل بلور اېكټ له مخې به لوټ شوې دولت په ګوته كوٶنكو ته 20 فيصده وركولې شي۔ د اېس اېس ډي او سيد كوثر عباس ووئيل د پي ټي آئي حكومت اطلاعات ته د رسنې قانون لپاره په سنجيدګۍ سره هڅې كوي۔(م ع/
متعلقہ مضامین
-
Chinese tech to help boost organic peach growing in Pakistan
-
NAB initiates action against impersonators
-
Man sentenced to death in murder case
-
95pc Pakistanis believe switching to alternatives can help quit cigarettes
-
Man sentenced to death in murder case
-
Technology plays vital role in improving education: Shafqat
-
Pakistan promoting interfaith harmony to ensure world peace
-
Pakistan to give nationality to foreigners living for seven years
-
COAS calls for global convergence on Afghanistan
-
Technology plays vital role in improving education: Shafqat
-
Ayub Afridi assumes charge as PM’s adviser on OP&HRD
-
Int’l authorities confirm no Pakistani F-16 shot by IAF: Air Marshal Suleri