اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) د اطلاعات٬خپرونو٬قامي تاريخ او ادبي ورثه وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي حكومت په كومه عدالتي يا د تحقيقاتي ايجنسۍ په كاروائۍ كښې مداخله نه كوي٬چيف الېكشن كمشنرسره د ملاقات په مهال په فاټا كښې په ټاكنو٬د غېر ملكي مبصرينو ټاكنو لپاره پاكستان ته د راتګ پشمول په نورو چارو غور شوې٬د ټاكنو كميسون ته به هر ډول معلومات وركولې شي او ټول هدايات به عملي كولې شي۔ده دا خبرې د چيف الېكشن كمشنر سره د ملاقات كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر ووئيل د حكومت ذمه واري ده چې د جولائي په 25مه نېټھ كېدونكو ټول ټاكنو لپاره د ټاكنو كميسون ته هر ډول آسانې وركړي او ورسره مرسته وكړي چې دغسې پاكې٬سپيځلې٬بې پرې او په وخت ټاكنې وشي٬پھ دې لړ كښې د ټاكنو كميسون ته راغلې يم او دلته په غونډه كښې د ټاكنو د تيارۍ او اقداماتو په اړه بريفنګ وركړی شوې۔ده ووئيل حكومت به د ټاكنو سپيځلتيا باوري كوي او ښكارېږي به هم ۔ده ووئيل د ټاكنو د كميسون لخوا چې كوم تفصيلي بريفنګ وركړی شوې٬پكښې وئېلي شوي د جولائي په 25مه نېټھ په كېدونكو ټول ټاكنو كښې به د ټاكنو كميسون نوې ټېكنالوجي كاروي٬ كومه به چې نړۍ لپاره يو مثال وي۔ده ووئيل په غونډه كښې پھ فاټا كښې د ټاكنو په معامله هم خبره شوې۔د ټاكنو كميسون يوه پريكړه هم كړی په كومه چې تفصيلي خبره شوې۔ده ووئيل مونږ هم د ټاكنو كميسون ته څه وئېلي هيله ده چې كميسون به په پرې غور وكړي۔وفاقې وزير ووئيل د نګران حكومت فرض دې چې كوم ضروريات د ټاكنو پھ ورځ د ټاكنو كميسون ته پكار وي هغه وركړي ۔ده ووئيل كه امنيت لپاره د پاك پوځ يا د كومې هم امنيتي ادارې ضرورت وي نو خذمات به يې ترلاسه كولې شي۔ده ووئيل سوله ايزو ټاكنو لپاره به د كورنيو چارو وزارت خپلې ذمه وارۍ په زړه پورې ډول ترسره كوي۔)م ع/ض ض/وس/2128)
متعلقہ مضامین
-
Lahore court issues bailable arrest warrants of Shahbaz Gill
-
No room for any militant group in Pakistan: Dr Moeed
-
SC releases detailed judgement in Nasla Tower case
-
Accelerated economic recovery to continue: Economic Outlook
-
Lahore court issues bailable arrest warrants of Shahbaz Gill
-
Inter Provincial Ministerial Group vows to enhance women’s representation across party lines
-
Governor, Mayor Istanbul agree to declare Karachi, Istanbul sister cities
-
21 flights called off from Lahore Airport
-
41 top level positions lying vacant in 68 organisations
-
HPP, WWF-P join hands for ‘Rung Do Pakistan’
-
Farrukh underlines need to transform education system
-
Banana, moringa, sesbania, aloe vera to be planted in Gwadar