اسلام آباد ۔ 3 مئی (اے پی پی) پاکستان د حسېن حقاني په بدل كښې د شكيل آفريدي خوشې كولو په اړه راپور رد كولو سره وئيلي دي د شكيل آفريدي په معامله امريكې سره كومه لوظ نامه نه كېږي ۔ پاك هند يو بل سره په ټرېك ټو رابطه لري ولې په سركاري كچه كومه رابطه نه كېږي۔ د سفارتکارو تنګولو معامله د پاك هند خارجه وزارت په ګډه هواره كړې۔ افغان طالبان خبرو ته كېښنول د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده۔ د پاكستان په خاوره د ترهګرو كومه منظمه موجودګي نشته۔ ټوله اسلامي نړۍ كشميري اولس سره ولاړه ده۔ د كشمير مسئله به په نړيواله كچه پورته كوؤ۔ د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو ځواب وركولو۔ د هندي بنديوان جتیندر سپارلو په اړه وياند ووئيل د انساني خواخوږۍ په بنياد چې څه كوؤ هغه زمونږ كمزوري نه د بنديوانو د خوشې كولو په حقله د 14 سوه كاله پخوانو رواياتو عكاسي كوي۔ وياند ووئيل جتېندر د وينې په رنځ اخته دے او د هغه ذهني توازن هم سم نه دے۔ وياند ووئيل هندي زندانونو كښې بنديوان 46 پاكستانيانو خپله موده ترسره كړی او دوئي به زر خوشې كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په پاك افغان پوله پاكستاني لوري ته د ترهګرو كومه منظمه موجودګي نشته۔ پاكستان د ترهګرو مخنيوي له د بارډر منېجمنټ نظام وضع كوي۔ وياند هيله ولرله چې افغان او ناټو فورسز به هم د افغانستان په سائيډ بارډ مستحكم كولو له دغسې ګامونه پورته كړي۔ وياند ووئيل د افغان مسئلې هېڅ پوځي حل نشته۔ وياند ووئيل افغانستان كښې د افغان حكومت او اولس په مشرۍ كښې مفاهمتي عمل سره افغانستان كښې امن په ځائې كېدې شي۔ د افغان كډوالو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د افغان كډوالو بېرته تلل د ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده۔ د كشمير په اړه وياند ووئيل ټوله اسلامي نړۍ كشميري اولس سره ولاړه ده۔ د كشمير مسئله به په نړيواله كچه پورته كوؤ۔ وياند ووئيل د ايران جوهري لوظنامه د خبرو اترو د لارې د شخړو د هواري او د نړيوالې مرستې غوره نمونه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم ترمخه د ترهګرۍ مخنيوي له د پاك روس د ګډې مشقونه به سږ كال ستمبر كښې كېږي۔
متعلقہ مضامین
-
China to work with Pakistan to create ‘sound’ environment for CPEC
-
Women’s digital empowerment vital to improve economy: Alvi
-
India used Afghan soil to destabilise Pakistan: Moeed Yusuf
-
Petrol price hike by govt challenged in LHC
-
Damascus hosts PIA flight after 22 years
-
Sanjrani’s Quetta yatra to rescue CM Kamal not fruitful
-
Lahore High Court orders to hear pending cases against Musharraf, Zardari and Gillani
-
Six bank officers record their statements in Shehbaz money laundering case
-
Damascus hosts PIA flight after 22 years
-
Sadly, global politics won over great game of cricket: Ali Zaidi
-
Sadly, global politics won over great game of cricket: Ali Zaidi
-
Cantonment polls proves PML-N confined to few constituencies: Gill