اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د احتساب د قومي بيور﴿ نېب﴾ چيئرمېن جسټس ﴿ر﴾ جاوېد اقبال د نېب د لاهور ډپټي ډائرېكټر رمضان په كار كښې د نااهلې او د سركاري فرائضو څخه د غفلت كولو په نتيجه كښې معطل كړے۔ د نېب وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې په دې لړ كښې د انكوائرې كولو حكم وركړے شوے۔ ډپټي ډائرېكټر نېب لاهور رمضان ته به د ده په ضد د لګول شويو تورونو په اړه د قانون له مخې د صفائې كولو موقع وركولې شي۔ له بلې خوا د سكهر د نېب ډپټي ډائرېكټر كاشف ممتاز ګوندل په ضد پلټنې پېل كړې شوې دي كوم چې د نېب چيئرمېن په هدايت درې مياشتو لپاره معطل كړے شوے و۔ دغسې د نېب چيئرمېن په هدايت د نېب 85 افسرانو او اهلكارو په ضد پلټنې شوې دي چې پكښې 23 افسران او اهلكار د نوكرې څخه برخاست كولو سره لوئې سزاګانې وركړې شوې دي٬ِ دغسې 32 افسرانو او اهلكارو ته بېلا بېل ډول سزاګانې وركړې شوې دي۔ د نېب چيئرمېن وئيلي دي چې احتساب ټولو لپاره خود احتسابي ډېره ضروري ده۔ ده ووئيل چې د احتساب قومي بيور د هېواد څخه د بدعنوانې خاتمې لپاره پوخ عزم لري۔
متعلقہ مضامین
-
PML-N facing battle for power in party: SAPM
-
HEC to enhance sports facilities in varsities
-
Int’l Day of Non-Violence has no relevance for Kashmiris
-
Int’l Day of Non-Violence has no relevance for Kashmiris
-
Terrorism to be thwarted, not to re-emerge at any cost: Sheikh Rasheed
-
Targeting Pakistan over Afghan situation, unfair: PM
-
Health Minister warns Lahore at high risk of dengue outbreak
-
137 Kashmiris martyred in current year in IIOJK
-
PEW slams Sindh govt for interference in federally-controlled hospitals
-
PM Imran, Tajik president discuss Afghan situation
-
Royal Saudi Navy forces arrive in Pakistan for joint drill
-
Panther Tyres holds 38th annual general meeting